ایران په نړۍ کښې د راډیو درملو یو صادرونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98738-ایران_په_نړۍ_کښې_د_راډیو_درملو_یو_صادرونکی_دی
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر هندوستان، لبنان، سوریې، عراق او ځینو اروپايي هیوادونو ته د راډیو درملو د صادرولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2021 00:37 Asia/Kabul
  • ایران په نړۍ کښې د راډیو درملو یو صادرونکی دی

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر هندوستان، لبنان، سوریې، عراق او ځینو اروپايي هیوادونو ته د راډیو درملو د صادرولو خبر ورکړ.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر هندوستان، لبنان، سوریې، عراق او ځینو اروپايي هیوادونو ته د راډیو درملو د صادرولو خبر ورکړ.

علي اکبر صالحي علي اکبر صالحي تیر ماښام د ایران د ټیلیویژن د وړومبي چینل په ځانګړي پروګرام کښې، په ایټمي برخه کښې د هغو وروستیو بریاؤ تشریح وکړه چې پرون یې مخ کتنه شوې ده.

صالحي په دې هکله وویل: د کومو ۱۳۳ لاسته راوړنو چې مخ کتنه وشوه، ستره برخه یې د ایټمي سونګو څرخې ته ورګرځي چې زیاتره یې د یورانیمو په پخولو پورې اړونده دي.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر هغه ځانګړي سانټریفیوژ ته اشاره وکړه چې د وینې په بانک Blood Bank کښې استعمالیږي، او زیاته یې کړه: ټاکل شوې وه چې دغه سانټریفیژونه له جرمني څخه په لوړه بیه واخیستل شي خو مونږ وتوانیدو چې په ډیر لوړ کیفیت سره یې تولید کړو.

صالحي په دې خبرې سره چې د کرونا واکسن لپاره د اړتیا وړ تجهیزاتو کښې، سانټریفیوژ دی، وویل: د ایران د ایټمي انرجۍ اداره د کرونا واکسن د تولید د یو شرکت لپاره سانټریفیوژ جوړوي.