د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ګرانو لوستونکو ښې چارې اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو.
په امریکا کښې د وسله والو تاوتریخوالو د زیاتیدا له اعلان سره په یووخت د وسلو د خطرو د ارشیو په نوم موسسې د شمیرنو په اعلانولو سره وویل په امریکا کښې په تیرو پینځلسو (۱۵) میاشتو کښې په ډزو کښې اوه څلویښت زره (۴۷۰۰۰) ښاریز وژل شوي دي .
د سوریې رسمي خبري اژانس سانا له عراق څخه د سوریې په شمال ختیځ کښې حسکه ولایت ته د وسلو او د پوځي تجهیزاتو د انتقالولو لپاره د امریکا د پوځیانو د هیلي کوپټرونو د عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ .
د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د روان میلادي کال له پیل راهسې تراوسه یعني په تیرو سلو (۱۰۰) ورځو کښې اتلس (۱۸) فلسطینیان شهیدان کړي دي .
د امریکا د استخباراتو د ټولنې د نوي راپور پراساس چین به په راتلونکو شلو (۲۰) کلونو کښې د امریکا له اقتصاد څخه په مخکې کیدا او د نړۍ د ترټولو ستر اقتصاد د مقام په ترلاسه کولوسره د نړۍ د یوه(۱) ستر قدرت په توګه د خپل نوي رول په لوبولو بوخت شي .
د «ریپریو »په نوم د بشري حقوقو نړیوالې ډلې وویل اتیا(۸۰) فیصده خلک چې په سعودي عربستان کښې د ماشومتوب په وخت د جرمونو د ترسره کولو په دلیل په اعدام محکوم شوي دي اوس قانوني عمر ته په رسیدا سره د پانسۍ له خطر سره مخ دي .
په پوهنتونونو کښې د لمانځه په ترسره کولو د بندیز جنجالي لایحه چې مخکې یې کلیات د فرانسې ملي پارلمان تصویب کړي وو اوس د نهايي تصویب لپاره مشرانو جرګې ته استول شوي ده او استازیو له دغه لایحې سره نور سخت موردونه هم ورزیات کړي دي .
په میانمار کښې د پوځي کودتا پرضد د هیواد د سیاسي ډلو او د خلکو د اعتراضونو په وخت پوځیانو له شپږسوه (۶۰۰) څخه زیات کسان په ډزو وژلي دي .
د لبنان پخوانی لومړی وزیر سعد حریري چې د حکومت د جوړولو لپاره هغه ته د ماموریت د سپارلو کابو پینځه (۵) میاشتې تیریږي د خپل پخواني ملاتړي یعني د عربستان رژيم له غضب سره مخ دی او هغه د نوي حکومت په جوړولو کښې کاملا ناکامه شوی دی .
د روسیې او د اوکراین ترمینځ د تاوتریخوالو له زیاتیدا وروسته دواړو هیوادونو پوځي تیارسې ونیولې او دغه راز خبر رسیدلی چې امریکا په اوکراین او تور سمندر کښې خپل پوځي خوځښتونه زیات کړي دي .
د افغانستان د هرات ولایت ځايي چارواکو وویل د هرات ښار په شمال کښې د ګازو په تاسیساتو کښې د نامعلومو دلایلو په وجه اور لګیدلی دی .
د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(who) مشر ټیډروس ایډهانوم په نړۍ کښې په شتمنو او بې وزله هیوادونو باندې د کورونا ویروس په نابرابره ویش باندې سختې نیوکې سره دغه چاره لړزونکي وبلله .
د ورلډ میټرز(world matters) اینټرنیټ پاڼې د شمیرنو پراساس تر پرون مازیګر پورې په ټوله دنیا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر له یوسل پینځه دیرش (۱۳۵) میلیونه او څلور لکه نهه دیرش زره کسانو واوښت او دغه ویروس تراوسه څه د پاسه دوه (۲)میلیونه او نهه لکه یودیرش زره کسان وژلي هم دي .
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي وګورو .
په لبنان کښې خبرو سرچینو د نوي حکومت د جوړولو د کار په پیچلي بللو سره وویل سعودي عربستان د لبنان د نوي حکومت د جوړولو خنډ دی ځکه چې ریاض د سعد حریري له لومړي وزیر جوړیدا سره مخالف دی .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع د یمن د ملت پرضد د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د ائتلاف پرله پسې جنایتونو ته په ځواب کښې په عربستان کښې د «ابها »د هوايي ډګر په سټراټيژیکو تاسیساتو باندې د انصار الله غورځنګ د بې پایلوټه الوتکو د حملې خبر ورکړ .
د صهیونیسټ رژیم د امنیتي څیړنو د مرکز مشر «عاموس یادلین» وویل اسرائیل په سمندري جنګ کښې د ایران په مقابل کښې ناتوانه دی .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې خبرې سره چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په حکومت کښې ځینې کسان اوس هم د پخواني ولسمشر ټرمپ د حکومت په وخت کښې لګول شویو بایکاټونو ته ژمن دي وویل له امریکا سره خبرو ته هیڅ ضرورت نشته ځکه چې د اټومي تړون جزیات له مخکې څخه معلوم دي .
د عراق الحشد الشعبي ولسي ځواک د داعش ډلې د پاتې شونو د تعقیبولو لپاره د سامرا په جنوب لویدیځ کښې په «المرسلات» سیمه کښې د پلټنې عملیات پیل کړي دي .
د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت اوه سوه پینځلس (۷۱۵) میلیارډه ډالرو ته د دفاع وزارت پینټاګان د بودجې د زیاتولو غوښتنه وکړه او ویې ویل د دغه بودجې یوه(۱) برخه به د چین او د روسیې د کنټرولو لپاره مصرف شي .
رسنیو د اوکراین سرحد ته د روسیې د پوځ د « سکندر» په نوم د تاکتیکي توغندوي سیسټم د انتقالولو خبر ورکړ .
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي «الکساندر لاورنتیف» په دمشق کښې د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنې کښې د سوریې له واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړ .
د پاکستان مشهور خبریال مبشر لقمان په لاهور ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري خونې یعني د «خانه فرهنګ »له مشر «جعفر روناس« سره په کتنې کښې د امریکا د زوروینې په وړاندې د ایران د ملت د مقاومت په ستاینې سره په سیمه کښې د ترهګرۍ پرضد جنګ کښې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان شهید قاسم سلیماني رول مهم وباله او ویې ویل مونږ قاسم سلیماني خپل اتل او اسطوره ګڼو .
د امریکا د مشرانو جرګې غړي سناتور برني سینډرز په سمدستي ډول د یمن د کلابندۍ د ختمیدا او دغه هیواد ته د بشر دوستانه مرستو د استولو غوښتنه وکړه او ویې ویل د یمن جنګ د امریکا په ملاتړ سره په نړۍ کښې تر ټولو بد انساني کړکیچ رامینځته کړ .
د بښنې د نړیوالې موسسې مشرې میرمنې «اګنس کالامارډ »د سعودي عربستان د خبریال جمال خاشقچي د وژلې په دوسیې باندې د غور په بهیر کښې په بې عدالتۍ ټینګار وکړ او ویې ویل دنیا د خاشقچي د قتل په ماجرا کښې ناکامه پاتې شوه .
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډیرو قدرمنو لوستونکو اوس به د کابل چاپ ورځپاڼې له تاسو سره شریکې کړو .
()
د کابل چاپ نننیو ورځپانو د افغانستان له چارواکو سره د زلمي خلیلزاد د کتنې، استانبول ناستې او د سولې د بهیر په وروستیو هڅو او پرمختګونو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.
()
مسیر ورځپاڼې لیکلي په امریکا کښې واک ته د جوبایډن له رسېدو وروسته د خلیلزاد تر ټولو مهم ماموریت دا دی چې افغان اړخونه په لویه غونډه کې را ټول او توافق ته یې ورسوي.
د لیکوال په باور امریکا هڅه کوله د استانبول ناسته ژر وشي چې وروستۍ نېټه د اپرېل په ۱۶مه وټاکل شوه خو اوس داسې ښکاري چې په نېټه ناسته نه کېږي خو خلیلزاد هڅه کوي په چټکۍ سره د غونډې پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي او د همدې لپاره په وروستیو کې په چټکۍ سره بېلابېل پټ او ښکاره سفرونه کوي.
په سرمقاله کې راغلي د ترکیې د غونډې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دا دی چې طالبان وايي امریکا باید د دوحې د هوکړې پر اساس له دوی سره کړې ژمنې عملي کړي د بهرنیو ځواکونو وتل، له تور فهرسته د طالب مشرانو د نومونو ايستل او د پاتې طالب بندیانو خوشې کول د دغو ژمنو اساسي برخې دي.
()
هشت صبح ورځپاڼې بیا لیکلي تر اوسه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو خبره وروستۍ شوې نه ده او امریکا د دوحې د تړون ارزونه نه ده اعلان کړې، د امریکايي ځواکونو وتلو پر سر د امریکا او طالبانو پټې خبرې تراوسه روښانه نه دي، خو یو څه چې روښانه دي هغه دا دي چې امریکایان وايي د مې تر میاشتې خپل ځواکونه له افغانستانه نه شي ایستلای.
په سرمقاله کې راغلي، طالبان د دوحې تړون په پلي کېدو ټینګار کوي او وايي که بهرني ځواکونه په ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي یو ځل به بیا په جګړو لاس پورې کړي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې تر اوسه د استانبول ناستې ته د افغانستان د حکومت واحده طرحه نه ده بشپړه شوې، طالبانو تر اوسه د استانبول په ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې او هم د دې ناستې نېټه لا بشپړه روښانه نه ده.
هشت صبح لیکلي د سولې په اړه د افغانستان او د امریکايي چارواکو بحثونه ډېر نه رسنیز کېږي، یوازې افغان چارواکي له بحثونو وروسته تکراري او کم اهمیت معلومات ولس ته ورکوي.
د سرمقالې په پای کې راغلي ټولو ته په کتو سره د افغانستان خلک د سولې روانو هڅو ته خوشبین نه دي او د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن دي نو په کار ده چې د مسوولیت له مخې افغان چارواکي د سولې وروستیو پرمختګونو او پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه ولس ته بشپړ معلومات ورکړي.
()
او په پای کې اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي د څو لسیزې جګړو او د دوو(2) لسیزې ډموګراسۍ تجربو ته په کتو سره اوس د ډموکراسۍ نوې بڼه ته اړتیا ده، څو افغانستان له کړکېچ را ووځي.
ورځپاڼي لیکلي، له ډموکراسۍ سره مو جفا وشوه، څه ډول چې لازمه وه ورڅخه د سولې ته د رسېدو لپاره ګټه وانه خېستل شوه، د غوښتنو لپاره مظاهره چیان په مرمیو وویشتل شول.
ورځپاڼه ټینګار کوي چې سیاستوال او ډموکراټیک بنسټونه باید د خلکو پر وړاندې ځواب ورکوونکي او مسؤلیت مننونکي اووسي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو او کتونکو د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .