د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98756-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ګرانو لوستونکو ښې چارې اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2021 06:24 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ګرانو لوستونکو ښې چارې اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو.

په امریکا کښې د وسله والو تاوتریخوالو د زیاتیدا له اعلان سره په یووخت د وسلو د خطرو د ارشیو په نوم موسسې د شمیرنو په اعلانولو سره وویل په امریکا کښې په تیرو پینځلسو (۱۵) میاشتو کښې په ډزو کښې اوه څلویښت زره (۴۷۰۰۰) ښاریز وژل شوي دي .

د سوریې رسمي خبري اژانس سانا له عراق څخه د سوریې په شمال ختیځ کښې حسکه ولایت ته د وسلو او د پوځي تجهیزاتو د انتقالولو لپاره د امریکا د پوځیانو د هیلي کوپټرونو د عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ .

د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د روان میلادي کال له پیل راهسې تراوسه یعني په تیرو سلو (۱۰۰) ورځو کښې اتلس (۱۸) فلسطینیان شهیدان کړي دي .

د امریکا د استخباراتو د ټولنې د نوي راپور پراساس چین به  په راتلونکو شلو (۲۰) کلونو کښې د امریکا له اقتصاد څخه په مخکې کیدا او د نړۍ د ترټولو ستر اقتصاد د مقام په ترلاسه کولوسره د نړۍ د یوه(۱) ستر قدرت په توګه د خپل نوي رول په لوبولو  بوخت شي .

د «ریپریو »په نوم د بشري  حقوقو نړیوالې ډلې وویل اتیا(۸۰) فیصده خلک چې په سعودي عربستان کښې د ماشومتوب په وخت د جرمونو د ترسره کولو په دلیل په اعدام محکوم شوي دي اوس قانوني عمر ته په رسیدا سره د پانسۍ له خطر سره مخ دي .

په پوهنتونونو کښې د لمانځه په ترسره کولو د بندیز جنجالي لایحه چې مخکې یې کلیات د فرانسې ملي پارلمان تصویب کړي وو اوس د نهايي تصویب لپاره مشرانو جرګې ته استول شوي ده او استازیو له دغه لایحې سره نور سخت موردونه هم ورزیات کړي دي .

په میانمار کښې د پوځي کودتا پرضد د هیواد د سیاسي ډلو او د  خلکو د اعتراضونو په وخت پوځیانو له شپږسوه (۶۰۰) څخه زیات کسان په ډزو وژلي دي .

د لبنان پخوانی لومړی وزیر سعد حریري چې د حکومت د جوړولو لپاره هغه ته د ماموریت د سپارلو کابو پینځه (۵) میاشتې تیریږي د خپل پخواني ملاتړي یعني د عربستان رژيم له غضب سره مخ دی او هغه د نوي حکومت په جوړولو کښې کاملا ناکامه شوی دی .

د روسیې او د اوکراین ترمینځ د تاوتریخوالو له زیاتیدا وروسته دواړو هیوادونو پوځي تیارسې ونیولې او دغه راز خبر رسیدلی چې امریکا په اوکراین او تور سمندر کښې خپل پوځي خوځښتونه زیات کړي دي .

د افغانستان د  هرات ولایت ځايي چارواکو وویل د هرات ښار په شمال کښې د ګازو په تاسیساتو کښې د نامعلومو دلایلو په وجه اور لګیدلی دی .

د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(who) مشر ټیډروس ایډهانوم په نړۍ کښې په شتمنو او بې وزله هیوادونو باندې  د کورونا ویروس په نابرابره ویش باندې سختې نیوکې سره دغه چاره لړزونکي وبلله .

د ورلډ میټرز(world matters) اینټرنیټ پاڼې د شمیرنو پراساس تر پرون مازیګر پورې په ټوله دنیا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر له یوسل پینځه دیرش (۱۳۵) میلیونه او څلور لکه نهه دیرش زره کسانو واوښت او دغه ویروس تراوسه څه د پاسه دوه (۲)میلیونه او نهه لکه یودیرش زره کسان وژلي هم دي .

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو  اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي وګورو .

په لبنان کښې خبرو سرچینو د نوي حکومت د جوړولو د کار په پیچلي بللو سره وویل سعودي عربستان د لبنان د نوي حکومت د جوړولو خنډ دی ځکه چې ریاض  د سعد حریري له لومړي وزیر  جوړیدا سره مخالف دی .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع د یمن د ملت پرضد د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو  د ائتلاف پرله پسې جنایتونو ته په ځواب کښې په عربستان کښې د «ابها »د هوايي ډګر په سټراټيژیکو تاسیساتو باندې د انصار الله غورځنګ د بې پایلوټه الوتکو د حملې خبر ورکړ .

د صهیونیسټ رژیم د امنیتي څیړنو د مرکز مشر «عاموس یادلین» وویل اسرائیل په سمندري جنګ کښې د ایران په مقابل کښې ناتوانه دی .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې خبرې سره چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په حکومت کښې ځینې کسان اوس  هم د پخواني ولسمشر ټرمپ د حکومت په وخت کښې لګول شویو بایکاټونو ته ژمن دي وویل له امریکا سره خبرو ته هیڅ ضرورت نشته ځکه چې د اټومي تړون جزیات له مخکې څخه معلوم دي .

د عراق الحشد الشعبي ولسي ځواک د داعش ډلې د پاتې شونو د تعقیبولو لپاره د سامرا په جنوب لویدیځ کښې په «المرسلات» سیمه کښې د پلټنې عملیات پیل کړي دي .

د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت اوه سوه پینځلس (۷۱۵) میلیارډه ډالرو ته  د دفاع وزارت پینټاګان  د بودجې د زیاتولو غوښتنه وکړه او ویې ویل د دغه بودجې یوه(۱) برخه به د چین او د روسیې د کنټرولو لپاره مصرف شي .

رسنیو د اوکراین سرحد ته د روسیې د پوځ د « سکندر» په نوم د تاکتیکي توغندوي سیسټم د انتقالولو خبر ورکړ .

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي «الکساندر لاورنتیف» په دمشق کښې د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنې کښې د سوریې له واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړ .

د پاکستان مشهور خبریال مبشر لقمان په لاهور ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري خونې یعني د «خانه فرهنګ »له مشر «جعفر روناس« سره په کتنې کښې د امریکا د زوروینې په وړاندې د ایران د ملت د مقاومت په ستاینې سره په سیمه کښې د ترهګرۍ پرضد جنګ کښې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان شهید قاسم سلیماني رول مهم وباله او ویې ویل مونږ قاسم سلیماني خپل اتل او اسطوره ګڼو .

د امریکا د مشرانو جرګې غړي سناتور برني سینډرز په سمدستي ډول د یمن د کلابندۍ د ختمیدا او دغه هیواد ته د بشر دوستانه مرستو د استولو غوښتنه وکړه او ویې ویل د یمن جنګ د امریکا په ملاتړ سره په نړۍ کښې تر ټولو بد انساني کړکیچ رامینځته کړ .

د بښنې د نړیوالې موسسې مشرې میرمنې «اګنس کالامارډ »د سعودي عربستان د خبریال جمال خاشقچي د وژلې په دوسیې باندې د غور په بهیر کښې په بې عدالتۍ ټینګار وکړ او ویې ویل دنیا د خاشقچي د قتل په ماجرا کښې ناکامه پاتې شوه .

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډیرو قدرمنو لوستونکو  اوس به د کابل چاپ ورځپاڼې له تاسو  سره شریکې کړو .

()

د کابل چاپ نننیو ورځپانو د افغانستان له  چارواکو سره د زلمي خلیلزاد د کتنې، استانبول ناستې او د سولې د بهیر په وروستیو هڅو او پرمختګونو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

()

مسیر ورځپاڼې لیکلي په امریکا کښې   واک ته د جوبایډن له رسېدو وروسته د خلیلزاد تر ټولو مهم ماموریت دا دی چې افغان اړخونه په لویه غونډه کې را ټول او توافق ته یې ورسوي.

د لیکوال په باور امریکا هڅه کوله د استانبول ناسته ژر وشي چې وروستۍ نېټه د اپرېل په ۱۶مه وټاکل شوه  خو اوس داسې ښکاري چې په نېټه ناسته نه کېږي خو خلیلزاد هڅه کوي په چټکۍ سره د غونډې پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي او د همدې لپاره په وروستیو کې په چټکۍ سره بېلابېل پټ او ښکاره سفرونه کوي.

په سرمقاله کې راغلي  د ترکیې د غونډې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دا دی چې طالبان وايي امریکا باید د دوحې د هوکړې پر اساس له دوی سره کړې ژمنې عملي کړي د بهرنیو ځواکونو وتل، له تور فهرسته  د طالب مشرانو د نومونو  ايستل او د پاتې طالب بندیانو خوشې کول  د دغو ژمنو اساسي برخې دي.

()

هشت صبح ورځپاڼې بیا لیکلي  تر اوسه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو خبره وروستۍ شوې نه ده او  امریکا د دوحې د تړون ارزونه نه ده اعلان کړې، د امریکايي ځواکونو وتلو پر سر د امریکا او طالبانو پټې خبرې تراوسه روښانه نه دي، خو یو څه چې روښانه دي هغه دا   دي چې امریکایان وايي  د مې تر میاشتې خپل ځواکونه له افغانستانه نه شي ایستلای.

په سرمقاله کې راغلي، طالبان د دوحې تړون په پلي کېدو ټینګار کوي او وايي  که بهرني ځواکونه په ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي یو ځل به بیا په جګړو لاس پورې کړي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې تر اوسه د استانبول ناستې ته د افغانستان د  حکومت واحده طرحه نه ده بشپړه شوې، طالبانو تر اوسه د استانبول په ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې او هم د دې ناستې نېټه لا بشپړه روښانه نه ده.

هشت صبح لیکلي  د سولې په اړه د افغانستان  او  د  امریکايي چارواکو بحثونه ډېر نه رسنیز کېږي، یوازې افغان چارواکي له بحثونو وروسته تکراري او کم اهمیت معلومات ولس ته ورکوي.

د سرمقالې په پای کې راغلي  ټولو ته په کتو سره  د افغانستان خلک  د سولې روانو هڅو ته خوشبین نه دي او د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن دي  نو په کار ده چې د مسوولیت له مخې افغان چارواکي د سولې وروستیو پرمختګونو او پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه ولس ته بشپړ معلومات ورکړي.

()

او په پای کې اطلاعات روز ورځپاڼې  لیکلي د څو لسیزې جګړو او د دوو(2) لسیزې ډموګراسۍ تجربو ته په کتو  سره  اوس د ډموکراسۍ نوې بڼه ته اړتیا ده، څو افغانستان له کړکېچ را ووځي.

ورځپاڼي لیکلي، له ډموکراسۍ سره مو جفا وشوه، څه ډول چې لازمه وه  ورڅخه د سولې ته د رسېدو لپاره ګټه وانه خېستل شوه، د غوښتنو لپاره مظاهره چیان په مرمیو وویشتل شول.

ورځپاڼه ټینګار کوي چې سیاستوال او  ډموکراټیک بنسټونه باید د خلکو پر وړاندې ځواب ورکوونکي او مسؤلیت مننونکي اووسي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې  قدرمنو لوستونکو او کتونکو  د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده  نور له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .