جهانګیری: جنوبی کوریا ډیر ژر د ایران ارزی سرچینې ازادې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98786-جهانګیری_جنوبی_کوریا_ډیر_ژر_د_ایران_ارزی_سرچینې_ازادې_کړي
جهانګیری زیاته کړه د کوریایی بانکونو دغه اقدام په داسې حال کې دې چی ایرانې ملت د کرونایی شرایطو او د هغو اقتصادی او روغتیایی پایلو په دلیل دغو ارزی سرچینو ته سخته اړتیا لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2021 01:14 Asia/Kabul
  • جهانګیری: جنوبی کوریا ډیر ژر د ایران ارزی سرچینې ازادې کړي

جهانګیری زیاته کړه د کوریایی بانکونو دغه اقدام په داسې حال کې دې چی ایرانې ملت د کرونایی شرایطو او د هغو اقتصادی او روغتیایی پایلو په دلیل دغو ارزی سرچینو ته سخته اړتیا لری .

د ایرنا له راپور سره سم د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری په تهران کی د جنوبی کوریا له لومړی وزیر چانګ سای کیون سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل د ایران د ارزی سرچینو په تړلو کې د کوریایی بانکونو اقدام د ایران په خلکو کی د کوریا ځای ته تاوان رسولې دې .

جهانګیری زیاته کړه د کوریایی بانکونو دغه اقدام په داسې حال کې دې چی ایرانې ملت د کرونایی شرایطو او د هغو اقتصادی او روغتیایی  پایلو په دلیل دغو ارزی سرچینو ته سخته اړتیا لری .

جهانګیری جوته کړه د ایران پرضد د امریکا له غیرقانونی بایکاټونو د جنوبی کوریا د بیروی په دلیل چی هیڅ ډول نړیوال روا والې نلری ، د دواړو هیوادونو اړیکی کمزوری کړی دي . جهانګیری وویل د دواړو هیوادونو د اړیکو کمیدا په داسې حال کی ده چی ایران پرضد د ملګرو ملتو د بایکاټ په شمول هیڅ نړیوال بایکاټ ندې موجود .