د نطنز په اټومي مرکز کښې د یورانیمو پخول دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98918-د_نطنز_په_اټومي_مرکز_کښې_د_یورانیمو_پخول_دوام_لري
زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې وویل د نطنز اټومي مرکز به په ډير سرعت سره د خپلو ټاکل شویو هدفونو په لور حرکت وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2021 11:08 Asia/Kabul
  • د نطنز په اټومي مرکز کښې د یورانیمو پخول دوام لري

زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې وویل د نطنز اټومي مرکز به په ډير سرعت سره د خپلو ټاکل شویو هدفونو په لور حرکت وکړي .

د اټومي انرژۍ ادارې په خپل پیغام کښې وویل بایکاټ ، د اټومي ساینس پوهانو ټرور ، د نطنز د سانټري فیوژونو د جوړولو د هال ورانول او په دغو تاسیساتو باندې وروستی اینټرنیټي برید یوازې د اسلامي ایران د دوښمانانو ناکامۍ نندرې ته وړاندې کوي او د ایران د اټومي صنعت ساینس پوهانو دغه ټول ناوړه اقدامات په ناهیلي بدل کړي دي .

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر علي اکبر صالحي هم په نطنز اټومي مرکز کښې د یورانیمو د پخولو د دوام خبر ورکړ .

هغه وویل د شپیتو(۶۰) فیصدو په اندازه د یورانیمو د پخولو لپاره د ایران اقدام د بایکاټونو د ختمیدا لپاره د اسلامي شورا د سټراټیژیک اقدام د قانون پراساس دی .

د ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي وویل د شپیتو (۶۰) فیصدو په اندازه د یورانیمو د پخولو په بحث کښې طبیعي خبره ده چې د ایران د اټومي فعالیتونو موضوع سوله ییزه ده .