ستومانه کونکې خبرې اترې نه غواړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98970-ستومانه_کونکې_خبرې_اترې_نه_غواړو
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال ټینګار وکړ چې د اوږدو او ستومانه کونکو خبرواترو او د مذاکرې لپاره د مذاکرې په لټه کښې نه یو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2021 11:56 Asia/Kabul
  • ستومانه کونکې خبرې اترې نه غواړو

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال ټینګار وکړ چې د اوږدو او ستومانه کونکو خبرواترو او د مذاکرې لپاره د مذاکرې په لټه کښې نه یو

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال ټینګار وکړ چې د اوږدو او ستومانه کونکو خبرواترو او د مذاکرې لپاره د مذاکرې په لټه کښې نه یو

سید عباس عراقچي نن د برجام د ګډ کمیشن په غونډه کښې له ګډون وروسته وویل: د ستومانه کونکو او اوږدو خبرواترو او هم داشان د مذاکرې لپاره د مذاکرې په تکل کښې نه یو او که مذاکرات رغنده وي خو دوام ورکوو خو که د ستومانۍ په لور لاړ شي نو بندوو یې.

عراقچي زیاته کړه: په تیرو دوو ورځو کښې مو له مختلفو پلاویو سره کوټلې صلاح مشورې درلودلې او نن یوځل بیا په رسمي توګه کار پیلوو.

د برجام (ایټمي موافقې) د ګډ کمیشن غونډه نن په ویانا کښې د امریکې له شتون پرته د ایران او ۴+۱ ډلې د غړو په موجودګۍ کښې ترسره کیږي.