د عربي اتحادیي لاسوهونکو ویناو ته د ایران غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99020-د_عربي_اتحادیي_لاسوهونکو_ویناو_ته_د_ایران_غبرګون
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عربي اتحادیې او د فارس خلیج شورا ته سپارښتنه وکړه چي د صهیونیستي رژیم سره په ږغملتیا د ایران په وړاندې د دوامداره ادعاګانو پر ځای د دې رژیم غیرقانوني ایټمي فعالیتونو ته پاملرنه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2021 03:16 Asia/Kabul
  • د عربي اتحادیي لاسوهونکو ویناو ته د ایران غبرګون

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عربي اتحادیې او د فارس خلیج شورا ته سپارښتنه وکړه چي د صهیونیستي رژیم سره په ږغملتیا د ایران په وړاندې د دوامداره ادعاګانو پر ځای د دې رژیم غیرقانوني ایټمي فعالیتونو ته پاملرنه وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د عربي اتحادیې او د فارس خلیح شورا ادعاګانو ته په غبرګون کې د ځینو هیوادونو تخریبي رول لوبونې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: داسي غیرمسئولانه ادعاوي د ایران په ضد د پروپاګنداو په دوام کې مطرح کیږي چي موخه یې ګډون نه بلکي په ویانا کې د روانو مذاکراتو تخریب دی.

خطیب زاده زیاته کړه: د دغو ادارو مشران دي پوه شي چی ایران د نړیوالي ایټمي ایجنسۍ غړیتوب لري او ټول فعالیتونه یې د یادي ادارې له خوا څېړل کیږي، بې له شکه به د ایران سوله ایز ایټمي فعالیتونه به د هیواد د ملي ګټو په لړ کې دوام وموندي.

هغه د عربي هیوادونو مشرانو ته سپارښتنه وکړه چي د سیمي د ثبات او امنیت ته د صهیونیستي رژیم د سلګونو ایټمي وسلو ګواښ ته پاملرنه وکړي.

د فارس خلیج د شورا مشر نایف فلاح مبارک الحجرف د چهار شنبې په ورځ د امریکې، فرانسې، جرمني، روسیې، برتانیې او چین بهرنیو چارو وزیرانو ته د یو لیک په استولو سره د برجام نړیوالي موافقې په مذاکراتو کې د عربي هیوادونو په ګډون باندې ټینګار وکړ.