قالیباف:د نطنز د ترهه ګرې حملې ځواب ضروری دې
. ښاغلی قالیباف نن د پارلیمان په څرګنده غونډه کې د نطنز په ایټمی تاسیساتو کې د یورنیمو د ۶۰ فیصدی بډایولو پیل ته په اشارې سره وویل دغې بډایولو دښمنانو ته ثابته کړه چی د ایران ایټمی صنعت ځای شوې دې .
د مهر خبری اژانس له راپور سره سم د ایران د اسلامی جمهوریت د پارلیمان مشر محمد باقر قالیباف ټینګار وکړ د نطنز د ایټمی سایټ د ترهه ګرې حملې ځواب حتمی ضرورت دې او په مناسب وخت کې به ترسره شی . ښاغلی قالیباف نن د پارلیمان په څرګنده غونډه کې د نطنز په ایټمی تاسیساتو کې د یورنیمو د ۶۰ فیصدی بډایولو پیل ته په اشارې سره وویل دغې بډایولو دښمنانو ته ثابته کړه چی د ایران ایټمی صنعت ځای شوې دې .
ده زیاته کړه د علمی پرمختګ لپاره د ایران په ملی هوډ هر ډول دباو اعمالول او ناسنجول شوی اقدام بې اغیزه دې .
قالیباف همداراز وویل دښمن د نطنز په وران کارۍ سره هڅه وکړه د ایران مزاکراتی دریځ کمزورې کړی .
د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس د خالی په ورځ په یوه راپور کې د نطنز په ایټمی تاسیساتو کې د شبیته فیصده بډایولو راپور تایید کړ .