ورځپاڼو ته کتنه/ په ویانا کې په مذاکراتو کې پرمختګ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99088-ورځپاڼو_ته_کتنه_په_ویانا_کې_په_مذاکراتو_کې_پرمختګ
نن د تهران چاپ ورځپاڼو د برجام نړیوالي ایټمي موافقې، د ایران فوځ ته د رهبري د ستر مقام د پیغام او په امریکا کې د مظاهرو او یو شمېر نورو بهرني او کورني مسایلو په اړه لیکنې کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2021 09:47 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه/ په ویانا کې په مذاکراتو کې پرمختګ

نن د تهران چاپ ورځپاڼو د برجام نړیوالي ایټمي موافقې، د ایران فوځ ته د رهبري د ستر مقام د پیغام او په امریکا کې د مظاهرو او یو شمېر نورو بهرني او کورني مسایلو په اړه لیکنې کړي دي.

کیهان

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه په خپله لومړي پاڼه کې د ایران فوځ ته د معظم رهبر د سپارښتنو خبر ورکړی دی.

د ورځپاڼې په وېنا د اسلامي انقلاب ستر لارښود د فوځ د کلیزي په مراسمو کې د فوځ لوی درستیز تورن جنرال سید عبدالرحیم موسوی ته وفرمایل: نن سبا د فوځ ځواکونه د هر ډول عملیات لپاره چمتووالي لري، دغه تیاری او ورسره د فوځ رول بابد نور هم زیات شي.

دغه ورځپاڼه بیا په یو بل خبر کې د برتانوي ورځپاڼې ګارډین له قوله لیکي: لوېدیځ هیوادونه هغه وخت له افغانستان څخه وځي چي دغه هیواد یې په بشپړه توګه وران کړی وي.

سایون جنکینز د ګاردین د ورځپاڼې لیکوال لیکی: برتانیا د افغانستان تر بشپړه ورانولو وروسته له دې هیواد څخه وځي، امریکا، برتانیا او نور لوېدیځ هیوادونه د افغانستان په جګړه شرموونکې ماته خوړلې ده.

دغه ورځپاڼه په دوام کې همدارنګه په امریکا کې د پولیسو په مټ د دوو تنکي ځوانانو د وژل کېدو او د پراخو مظاهرو خبر ورکوي.

د ورځپاڼې په وېنا د امریکا په ۶ ښارونو کې منجمله په شیکاګو، مینیاپولیس، بروکلین، نیویورک، اتلانتا او واشنګټن ډي سي کې د پولیسو په ضد پراخې مظاهرې شوي دي، په وروستیو ورځو کې پولیس یو ځل بیا یو تورپوستی ۲۰ کلن او یو ۱۳ ځوان په ډزو وژلی دی.

اطلاعات

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه هم (د نړۍ له هرګوټ) تر عنوان لاندې بېلابېل خبرونه خپاره کړي چي په دوام کې به یې ولولو.

د کوبا د کمونیسټ پارټی له مشری څخه د رائول کاسټرو استعفا.

رائول کاسټرو اعلان وکړ چي د کمونیسټ ګونډ له مشری څخه استعفا ورکوی او د هیواد چاري نوي نسل یعني ځوانانو ته ورسپاري، هغه دې ټکی ته هم اشاره کړې چي استعفا یې د امریکا سره د اړیکو د رغېدو په معنا نه ده.

ناروې په خپله خاوره کې امریکایي فوځیانو ته د عملیات اجازه ورکړه

ناروې له روسیې سره ګډي پولي لري، دغه هیواد اعلان وکړ چي له امریکې او ناټو سره یې یوه موافقه لاسلیک کړې چي له مخه یې امریکایي فوځیان په دغه هیواد کې عملیات تر سره کولایشي.

امریکایان به په ناروې کې درې هوایي اډې، او یوه سمندري اډه جوړه کړي.

په سوریه کې د فلسطین سفیر مړ شو

په سوریه کې د فلسطین د کوراکې ادارې سفیر محمود الخالدي د کرونا د امله خپل ژوند د لاسه ورکړ.

الخالدي د فتح غورځنګ بنسټ ایښودونکی او د ازادی غواړې غورځنګ مشر هم و.

د امریکا د بهرنیو چارو مخکنی وزیر تورن شو

یو امریکایي څارنوال د بهرنیو چارو په وزارت کې تر څېړنو وروسته اعلان وکړ چي مایک پمپئو او مېرمنه یې له خپل قدرت څخه ناوړه ګټه پورته کاوه او د خپلو شخصي کارونو لپاره له دولتي امکاناتو څخه کار اخیستل.

ابتکار ورځپاڼه

د تهران چاپ دغه ورځپاڼې بیا تر ډېره په ویانا کې د برجام ایټمي موافقې په مذاکراتو باندې تمرکز کړی دی.

ورځپاڼه لیکي: په داسي حال کې چي اسرائیل د برجام نړیوالي ایټمي موافقې د بیرته راژوندي کېدو په مخ کې خنډونه جوړوي خو د امریکا ولسمشر جوبایډن ته دومره وخت نه دی پاته.

ابتکار په دوام کې د یوې امریکایي ورځپاڼې په حواله لیکي: که د امریکې ولسمشر ایران سره د مذاکراتو لپاره رامینځ ته شوی فرصت او لږ وخت ته توجه نه وکړي نو منځنی اېشیا به بیاځلي د یوې ستري جګړې سره مخامخ شي.

د ورځپاڼې په وېنا، اسرائیل، سعودي عربستان او عربي امارات په سپینه ماڼۍ باندې فشار راولي چي په یوه نوې موافقه کې ایران له پراخو محدودیتونو سره مخامخ کړي.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې په ویانا کې د ایران د مذاکرچي پلاو د مشر او د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي له قوله لیکي: د ۱+۴ ډلي سره مذاکرات داسي یوې مرحلې ته رسېدلي دي چي کولایشو د یو ګډ متن په لیکلو پیل وکړو. موږ د بندیزونو د لیري کېدو او ایټمي مسالو په اړه خبرې اترې کړي دي.

د نوې مفاهمې د رامینځ ته کولو په درشل کې یو خو دا په دې معنی نه دی چي اختلافات له سره ختمي شوي دي، اختلافات لا پر خپل ځای پاتي دي چي د مذاکراتو په راتلونکو پړاونو کې بحث پرې کیږي.

ابتکار ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا د اروپایي اتحادیې د استازی له قوله لیکي چي د ایران او د اروپایي هیوادونو، روسیې او چین تر مینځ مذاکرات د برجام د موافقې د بیا راژوندې کولو په لړ کې خورا پرمختګ کړی دی.

د اروپایي اتحادیې د سیاسي چارو مرستیال انریکه مورا چي د برجام د ایټمي نړیوالي موافقې د ګډ کمیسیون مشري په غاړه لري اعلان وکړ چي د تېرو ورځو مذاکراتو ته په کتو سره ویلای شو چي ځینې پرمختګونه تر لاسه شوي خو باید اوس په جزئیاتو باندې سره وږغېږو.