د ایران او پاکستان ترمینځ دریم سرحد پرانیستل شو
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت په جنوب کښې د « پیشین » سرحدي ټرمینل د ایران د اسلامي جمهوریت د لارو او د ښارونو د جوړولو د وزیر او د پاکستان د دفاعي صنایعو د وزیر په ګډون سره پرانیستل شو .
د ایران د لارو او د ښارونو د جوړولو وزیر محمد اسلامي د پیشین د سرحدي ټرمینل د پرانیستلو په دستورو کښې وویل له پاکستان سره د ایران د تبادلاتو او د اړیکو د پراختیا په بحث کښې مو د خارجه چارو د وزارت په ملګرتیا سره څو اساسي ګامونه تعقیب کړل .
هغه وویل لومړی ګام دا و چې مونږ له کلونو کلونو راهسې چې یوازې یو(۱) سرحد مو درلود د ټولو مدیرانو په مهربانۍ سره وتوانیدو د «ریمدان» په نوم دوهم (۲) رسمي سرحد پرانیزو او روان کال هم له پاکستان سره د ایران د دریم(۳) رسمي سرحد د پرانیستلو کتونکي یوو .
اسلامي وویل د تجارتي راکړو ورکړو لپاره د دوو (۲) رسمي سرحدي ټرمینلونو او دغه راز د شپږو (۶) رسمي سرحدي بازارچو ورزیاتول مرسته کوي چې مونږ د یوه(۱) ښه تجارتي کار په لور حرکت وکړو .
د پیشین په نوم سرحدي ټرمینل به په دیارلس (۱۳) هیکټاره ځمکې کښې جوړ شي چې نن یې د موقته سایټ جوړول د خاورو په دوه سوه پنځوس(۲۵۰) هیکټاره عملیاتو سره په دوه نیم هیکټارو کښې کار پیل کړ .