د ایران او پاکستان ترمینځ دریم سرحد پرانیستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99252-د_ایران_او_پاکستان_ترمینځ_دریم_سرحد_پرانیستل_شو
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت په جنوب کښې د « پیشین » سرحدي ټرمینل د ایران د اسلامي جمهوریت د لارو او د ښارونو د جوړولو د وزیر او د پاکستان د دفاعي صنایعو د وزیر په ګډون سره پرانیستل شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2021 07:47 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان ترمینځ دریم سرحد پرانیستل شو

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت په جنوب کښې د « پیشین » سرحدي ټرمینل د ایران د اسلامي جمهوریت د لارو او د ښارونو د جوړولو د وزیر او د پاکستان د دفاعي صنایعو د وزیر په ګډون سره پرانیستل شو .

د ایران د لارو او د ښارونو د جوړولو وزیر محمد اسلامي د پیشین د سرحدي ټرمینل د پرانیستلو په دستورو کښې وویل له پاکستان سره د ایران د تبادلاتو او د اړیکو د پراختیا په بحث کښې مو د خارجه چارو د وزارت په ملګرتیا سره څو اساسي ګامونه تعقیب کړل .

هغه وویل لومړی ګام دا و چې مونږ له کلونو کلونو راهسې چې یوازې یو(۱) سرحد مو درلود د ټولو مدیرانو په مهربانۍ سره وتوانیدو د «ریمدان» په نوم دوهم (۲) رسمي سرحد پرانیزو او روان کال هم له پاکستان سره د ایران د دریم(۳) رسمي سرحد د پرانیستلو کتونکي یوو .

اسلامي وویل د تجارتي راکړو ورکړو لپاره د دوو (۲) رسمي سرحدي ټرمینلونو او دغه راز د شپږو (۶) رسمي سرحدي بازارچو ورزیاتول مرسته کوي چې مونږ  د یوه(۱) ښه تجارتي کار په لور حرکت وکړو .

د پیشین په نوم سرحدي ټرمینل به په دیارلس (۱۳) هیکټاره ځمکې کښې جوړ شي چې نن یې د موقته سایټ جوړول د خاورو په  دوه سوه پنځوس(۲۵۰) هیکټاره عملیاتو سره په دوه نیم  هیکټارو کښې کار پیل کړ .