حضرت بی بی خدیجه (س) د رحلت د کلیزې تسلیت ومنئ
حضرت بی بی خدیجه س د قریشو مشهوره او شتمنه میرمن وه چی له بعثت ۱۵ کاله مخکې یې د اسلام له عظیم الشان پیغمیر حضرت محمد مصطفی (ص ) سره واده وکړ .
نن د ۱۴۴۲ قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې لسمه چی د ۲۰۲۱ میلادی کال د اپریل له ۲۳ نیټې سره برابره ده ، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص ) د ګرامې میرمنې حضرت بی بی خدیجه (س ) د رحلت د کلیزې ورځ ده .
حضرت بی بی خدیجه س د قریشو مشهوره او شتمنه میرمن وه چی له بعثت ۱۵ کاله مخکې یې د اسلام له عظیم الشان پیغمیر حضرت محمد مصطفی (ص ) سره واده وکړ .
دا ستره میرمن لومړنې ښځه وه چی د حضرت محمد ص په رسالت یې ایمان راوړه او په خپل ټول توان او شتمنۍ سره یې د اسلام د دین مرسته وکړه .
حضرت خدیجه بی بی له اسلامه مخکې د ښکلیو صفاتو ، اخلاقی فضایلو ، پاکدامنی په خاطر د طاهره لقب ترلاسه کړی وو .
دنبی مکرم لپاره د حضرت خدیجه بی بی وجود دومره اهمیت درلود چی پیغمبر اکرم ص د دغې سترې میرمنې رحلت عظیم مصیبت وباله او د خپلې میرمنې حضرت بی بی خدیجه او خپل ستر ملاتړی یعنی حضرت ابوطالب علیه سلام د رحلت کال عام الحزن یعنی د مصیبت کال ونوموه .
حضرت بی بی خدیجه س په خپلې له مینې ډکې غیږه کې شپږ بچیان وروزل چی پکې حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س ) له خاص مقام او ځای برخمنه ده .
د تهران راډیو او ټیلی ویژن اداره د حضرت بی بی خدیجه س د رحلت په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته یو ځل بیا تسلیت وړاندی کوی .