واکسینشن به  د درستو ایرانیانو لپاره  وړیا وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99376-واکسینشن_به_د_درستو_ایرانیانو_لپاره_وړیا_وي
هغه درستې برخې چې  یو ډول د څارنې دنده لري ، باید څارنه سخته کړي څو د روغتیائي پروټوکولونو رعایتول زیات شي او که داسې نه وي ، نو  له دغې ترینګلي څپې  په ښه ډول نه شو تیریدلی . او سرحدي ولایتونه دې لازیات احتیاط وکړي .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Apr 24, 2021 12:33 Asia/Kabul
  • واکسینشن به  د درستو ایرانیانو لپاره  وړیا وي

هغه درستې برخې چې  یو ډول د څارنې دنده لري ، باید څارنه سخته کړي څو د روغتیائي پروټوکولونو رعایتول زیات شي او که داسې نه وي ، نو  له دغې ترینګلي څپې  په ښه ډول نه شو تیریدلی . او سرحدي ولایتونه دې لازیات احتیاط وکړي .

 ایران پریس خبری آژانس راپو رورکړی ، داسلامی ایران  ولسمشر حسن روحاني  نن له کرونائي بحران سره د مقابلې دملی کمیټې په ناستې کې  ددرستو خلکو لپاره د واکسینشن پر وړیا کیدا په ټینګار سره  وئيلي دي ، له هغو کسانو سره چلند چې د قرنطینه  ضوابط  نه رعایتوي ،ضروري دی .

ډاکټر روحاني  دې ته په اشارې سره د  احصایو او راپورونو په اساس ،  د هیواد زیاتره ولایتونه تر دې دمه ددغې نایروغۍ د خوریدا په لاره کې دي  او د ککړتیا، بستري کیدا او قرباني کیدا له پلوه  احصائې ښئ  چې  شرائط هماغه شان اندیښمنونکي دي، وئيلی دي بله هیڅ لاره نه لرو ، مګر دا چې  په روانې اونۍ کې  او احتمالا په راتلونکي اونۍ کې  څارنې سختې کړو .

 ډاکټر حسن روحاني د روغتیائي اصولو  د بشپړ رعایتولو  او د احتیاط  دزیاتولو لپاره د څارنې ځانګړي ټیمونو دجوړولو په ضرورت په ټینګار سره  وئيلي دي ، هغه درستې برخې چې  یو ډول د څارنې دنده لري ، باید څارنه سخته کړي څو د روغتیائي پروټوکولونو رعایتول زیات شي او که داسې نه وي ، نو  له دغې ترینګلي څپې  په ښه ډول نه شو تیریدلی . او سرحدي ولایتونه دې لازیات احتیاط وکړي .