د طبس پیښې د سپینې ماڼۍ مینځ تشې دبدبه دړې وړې کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99412-د_طبس_پیښې_د_سپینې_ماڼۍ_مینځ_تشې_دبدبه_دړې_وړې_کړه
د مقدسې دفاع د ارزښتونو د آثارو د ساتنې او خپرونې بنسټ په یوه بیانیه کښې په طبس کښې د امریکې د پوځي حملې د ماتې کلیزه د دغه هیواد د ماتې او د سپينې ماڼۍ د پوچې دبدبې د له مینځه تلو نښه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2021 03:01 Asia/Kabul
  • د طبس پیښې د سپینې ماڼۍ مینځ تشې دبدبه دړې وړې کړه

د مقدسې دفاع د ارزښتونو د آثارو د ساتنې او خپرونې بنسټ په یوه بیانیه کښې په طبس کښې د امریکې د پوځي حملې د ماتې کلیزه د دغه هیواد د ماتې او د سپينې ماڼۍ د پوچې دبدبې د له مینځه تلو نښه وبلله.

د مقدسې دفاع د ارزښتونو د آثارو د ساتنې او خپرونې بنسټ په یوه بیانیه کښې په طبس کښې د امریکې د پوځي حملې د ماتې کلیزه د دغه هیواد د ماتې او د سپينې ماڼۍ د پوچې دبدبې د له مینځه تلو نښه وبلله.

په دغې خبرپاڼې کښې د غويي د میاشتې په پنځمه نیټه په طبس کښې د امریکې د پوځي حملې د ماتې د کلیزې په درنښت سره دغه پيښه د امریکې د جنایتکارو او انسان ضده واکمنانو د ذلت او د نړۍ د امپراطورۍ پر تحت د کښیناستو لپاره د هغوي د خوب د باطلیدو ورځ وبلله.

خبرپاڼه زیاتوي: لاهم د امریکې له مستکبر او ترهګر رژيم سره د اسلامي ایران د ستر ولس د سټراټیجکې مقابلې په ډګر کښې د دغې پیښې آثار او پایلې څرګندې او الهام بخښونکې دي.

په خبرپاڼه کښې هم داشان لولو چې د سیمې د وروستۍ لسیزې په بدلونونو کښې هم د امریکې د معتبرو پوهنکورونو او چارواکو په بیابیا اعتراف، دغه هیواد له ایران سره په مقابله کښې په ځلونو ماتې خوړلې ده.

د ویلو ده چې د ۱۳۵۹ کال د غويي د میاشتې په پنځمه نیټه د امریکې ۶ الوتکې او ۸ چورلکې د هغه څه په پلمه کې د امریکې په جاسوسي ځالې(په تهران کښې د امریکې په سفارت) کښې د نیوال شویو ۵۳ امریکايي جاسوسانو د آزادي بلل شوې وه، ایران ته راغلې چې د شږو د طوفان او د الوتکو او چورلکو په ټکریدو سره څو امریکايي پوځیان ووژل شول او دغه دسیسه یې ناکامه شوه.