د ایران اوافغانستان د غوی د ۵ نیټې ځینې مطبوعات
په هند کې د کر ونا توپان او نړیوالې اندیښنې ، ورځپاڼه په دې اړه لیکی په هندوستان کښې په کرونا د ککړتیا د مواردو له سختې زیاتیدنې وروسته د دغه هیواد روغتونونه د آکسیجن له سخت کمي سره مخامخ شوی دی .
جمهوری اسلامی
دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو ترڅنګ لیکلی دی د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح دا قوله راخیستی دی چی فرمایلی یې دی ، په روژه کې اسلام بیمه کړئ .
په هند کې د کر ونا توپان او نړیوالې اندیښنې ، ورځپاڼه په دې اړه لیکی په هندوستان کښې په کرونا د ککړتیا د مواردو له سختې زیاتیدنې وروسته د دغه هیواد روغتونونه د آکسیجن له سخت کمي سره مخامخ شوی دی . هندي ډاکټرانو ویلی چې په هندوستان کښې د کرونا د خپریدو دویمې څپې د دغه هیواد درملیز جوړښتونه تر سخت دباؤ لاندې راوستې دي.
هندوستان د نړۍ د دویم زیات نفوس لرونکي هیواد په توګه په کرونا د ککړتیا له نظره ترټولو زیات شمیر لري او په یوې ورځې کښې په کښې له درې لکو زیات کسان په کرونا ککړ یږی .د اسلامی ایران په شمول د نړۍ ډیرو هیوادونو له هندوستان سره خپل الوتونه لغوه کړي دي .
د سپینې ماڼۍ ویاند ویلی دی د اسراییلو مخالفت برجام ته د ستنیدا لپاره د امریکا نظر نه بدلوی .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په بغداد کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو په روغتون کښې د اکسیجن د سلینډر د چاودیدا د پیښې په هکله وویل زه د عراق دوست او ورور ملت او حکومت او د وژل شویو کسانو کورنیو ته د دغه ستر مصیبت په هکله تسلیت وایم .
د یمن دلوړې سیاسی شورا مسئول مقام محمد علی الحوثي ویلي دي د امریکا استازي هیڅ ډول د سولې پیغام نه لري بلکې د جنګ دبیرته سختولو د تبلیغاتو او د ناسمو خبرونو دمنتقلولو لپاره راغلی دی .
کیهان
د هندی کرونا د خطر په دلیل ایران سره د مسافرانو تګ راتګ او شیانو وړل راوړل منع شول .
د عراق حشد الشعبی وایی امریکا د منطق په ژبه نه پوهیږی که له عراقه ونه وځی نو مونږه به یې وباسو .
اسلامی ایران د بیت المقدس د اوسیدونکو پرخلاف د صهیونیسټي رژیم تیري په کلکه وغندل .د ایران د خارجه وزارت ویندوی سعید خطیب زاده د جنایتکارو صهیونیسټانو په وړاندې د فلسطین د خلکو په تیره بیا د قدس ښار د ځوانانو د مقاومت او پایدارۍ د قدرونې په ترڅ د فلسطین د بې دفاع خلکو خلاف د اسرائیلو د بشري حقوقو ضده اقداماتو او د قدس په سپیڅلو ځایونو باندې د تیري د بندولو په موخه د نړیوالو ټولنو د خوځښت په ضرورت ټینګار وکړ.
سعودی تیری ګرو او ګوډاګیانو د یمن د لویدیځ په الحدیده کې د اوربند ۲۶۱ ځله خلاف ورزی کړی ده .
بایډن له رجب طیب اردوغان سره ټیلی فونی خبرې کړی دي .ورځپاڼه لیکی سپینې ماڼۍ په یوه بیانیه کې ویلی دی د امریکا او ترکیې ولسمشرانو په دغو ټیلی فونی خبرو کې موافقه وکړه چی په جون میاشت کې د ناټو د راتلونکی سرمشریزه په ترڅ کې له یوه بل سره کتنه وکړی . دا ټیلی فونی خبرې په داسې حال کی ترسره شوی دی چی سپینه ماڼي نیت لری په عثمانی پړاو کې د ارمنیانو نسل وژنه په رسمیت وپیژنی .
د ایران په سیستان او بلوچستان کې یو ترهه ګر ټیم تباه کړې شو .
د انګلستان اطلاعاتی مرکزونو ویل یدی لویدیځ د ټیکنالوجۍ په حوزه کې هم له روسیې او چین شاته پاتی کیږی .
د عربستان په ختیځ کې د شیعیانو یو بل جومات ړنګ کړې شو .
عبدالباری عطوان چی مشهور عرب شناندی او د رای الیوم ورځپاڼۍ مشر دې ، وایی د اسراییلو دفاعی قدرت وروست شوې دې .
د افغانستان دفاع وزارت وایی په ۴۸ ساعتونو کې د دغه هیواد په بیلا بیلو سیمو کی ۱۸۷ طالبان وژل شوي دي .
د کابل چاپ ورځپاڼۍ
ویسا ورځپاڼه
نوموړی ورځپاڼۍ نن په خپله ګڼه کې د افغانستان دموجوده حالاتو په یو تحلیل لیکلی دی ، افغانستان په نوي پړاو کې ، احتمالي خطرونه
د امريکا د ولسمشر جوبايډن له خوا له افغانستان څخه د خپلو ټولو پوځيانو ايستلو اعلان او په دغه هېواد کې د امريکايانو پر ماتې اعتراف که له يوې خوا افغانانو ته دا وياړ ور په برخه کړ چې له انګليستان او پخواني شوروي وروسته دا دي د امريکا په مشرۍ ناټو او متحدينو ته هم شرمونکې ماتې ورکړه، خو له بلې خوا د افغانستان برخليک له جدي خطر سره هم مخ ښکاري او که د امريکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو مخکې افغانان جوړ جاړي ته ونه رسېږي، له ډېر پېچلي او خطرناک وضعيت سره به مخ شي.
هماغه ډول چې انګليستان په افغانستان کې د خپلې ماتې پرمهال د افغانستان پر سينه د ډيورنډ کرښه ترسيم کړه او متحد ولس يې د تل لپاره سره بېل کړ، شک نشته چې امريکا هم د خپلې ماتې جبرانولو لپاره هر اقدام ته لاس اچوي، آن د افغانستان د ويشلو.
امريکا خپله ماتې څنګه جبرانوي؟
له حالاتو داسې ښکاري چې امريکا يو خپلواک، پر ځان بسيا او آرام افغانستان نه غواړي، نو ددې موخې د پرځايښت لپاره غواړي چې د امريکايي ځواکونو له شتون وروسته په جګړو کې ښکېل، غير متمرکز، کمزوری او د څو ډلو ټپلو ترمنځ ويشلی حکومت قايم وي چې نه په بشپړه توګه د کورنۍ جګړې د ختمولو توان ولري او نه هم طالبان دومره قوي شي چې حکومت ونيسي، يعنې جګړه به دوام وکړي او امريکا به د مشر ورور په رول کې کله د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ او کله د امريکا د خوښې کوم هېواد په کوربه توب د افغان جګړې د ختمولو سناريو پرمخ وړي.
امريکا د همدې لپاره لا پخوا اساس ايښی او که د افغانستان د اوسني حکومت جوړښت ته پام وکړو، نو ښکاره ده چې د څو ډلو ترمنځ ويشلی دی، په لومړي سر کې واک د ولسمشر غني او ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله ترمنځ پنځوس – پنځوس سلنه ويشل شوی، بيا په دواړو ټيمونو کې د ټولو شاملو ډلو ونډه معلومه ده چې وخت ناوخت ددوی د ونډو پر سر ناندرۍ په رسنيو کې هم منعکس شوې.
په حکومت کې ونډه وال په دوو برخو ويشلای شو، يو هغه کسان دي لکه ولسمشر غني چې کومه ډله او ګوند نه لري او بل هغه کسان دي چې ګوند او کسان لري او ځينو يې د امريکا له يرغل پخوا د روسانو يرغل پرضد جهاد او وروسته په کورنيو جګړو کې ونډه درلودلې، لکه عبدا... ، د ولسمشر لومړی مرستيال امرا... صالح، محمد محقق، عطا محمد نور… او د پخواني شوروي ملاتړی مارشال دوستم او….
ددې ترڅنګ له حکومت څخه د باندې ځينې د پخواني جهاد قوماندانان او ځينې نوي را پيدا شوي پر خاصو لږکيو قومونو پورې تړلي وسله وال دي چې آن ځانونه مستقل ګڼي او له طالبانو سره د جګړې ټټر ډبوي.
د امريکا له بشپړ وتلو وروسته
شک نشته چې د حکومت ضد جګړه به سخته شي، خو د حکومت لپاره به ستر خطر بېرونۍ جګړه نه، بلکې په حکومت کې شاملو ډلو بغاوت او ځان غوښتنې وي.
دا احتمال ځکه ډېر دی چې ددې ډلو مشران که يوه ورځ هم د خپلې خوښې امتياز او نډه ونه لري، د حکومت خلاف درېږي.
د بېلګې په توګه د عطا محمد نور د څو کالو پخوا خبرو ته اشاره کولای شو چې هغه وخت يې وويل که بهرنيان مداخله ونه کړي، کولای شي چې په څو ساعتونو کې ارګ ونيسي.
ځينې لوري له نظام څخه ددفاع په نوم د خلکو د بسيج او وسله وال کېدو خبرې هم کوي چې دا کار به ښايي په موقت ډول د طالبانو د بريدونو مخه ونيسي، خو پوښتنه داده چې آيا دغه کسان به يوازې د نظام د بقا لپاره قربانۍ ورکړي او که د ځان لپاره؟
که دا پوښتنه مطرح کړو چې آيا داسې کوم تضمين شته چې که د غه ډلې د حکومت په امکاناتو نورې هم قوي شي او د عليپور په شان د خپلو ټوپکو شپېلۍ د حکومت خلاف واړوي، آيا کنټرولولو لپاره يې کوم ارګان شته؟
ښکاره خبره ده چې دا ډلې ټپلې يوازې خپلو شخصي ګټو ته ژمن دي، دوی په حقيقت کې حکومت د ځان ګڼي او فکر کوي چې د امريکايانو په وتلو سره به هرڅه ددوی وي.
په حکومت کې شامل ګوندونه به په کوم شرط د نظام ملاتړ وکړي؟
له نظام څخه د ملاتړ لپاره به د دوی لومړی شرط د غير متمرکز نظام رامنځ ته کېدل وي ، ولسمشر به تشريفاتي بڼه ولري او اصلي واک به د همدې ډلو ترمنځ ويشل شوی وي.
د امنيتي ځواکونو رهبري، امتيازات ا و وسلو بشپړ او يا تر ډېره حده کنټرول ترلاسه کول، کټ مټ د ډاکټر نجيب د حکومت وروستيو په شان.
که د دوی دا غوښتنې ونه منل شي، ښايي د کودتا له لارې د واک نيولو هڅه وکړي او يا لږ تر لږه په ځينو سيمو کې د خودمختارۍ اعلان وکړي.
آيا طالبان د جګړې له لارې حکومت نيولی شي؟
ښايي طالبان د جګړې له لارې د حکومت نيولو هڅې وکړي، دا امکان هم لري چې ځينې سيمې ونيسي، د حکومت نيول به آسانه نه وي، ځکه په تېرو شلو کلونو کې خاصو ډلو او قومونو د امريکا تر لمن لاندې ځانونه په وسلو او امکاناتو ښه سمبال کړي او آن اوس هم د ځينو ګاونډيو او سيمې هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري، ښايي د خپلو ګټو په خطر کې لوېدو په وخت کې په ۲۰۱۱ کال کې د عراق او سوريې وضعيت په شان چې د خاصو هېوادونو په مالي او نظامي مرستو له افغانستان، پاکستان او نورو اسلامي هېوادونو څخه جنګيالي ور انتقال شول، خدای مه کړه که وضعيت خراب شي، افغانستان کې هم د هماغه سناريو د تکرار احتمال شته او له حالاتو داسې ښکاري چې په افغانستان کې ددې کار لپاره مخکې له مخکې زمينه سازي هم شوې ده. دې ټولو ته په پام سره هم افغان حکومت او هم طالبانو ته لازمه ده چې د جګړې پر ځای د خبرو او تفاهم له لارې ستونزې حل کړي، د سولې لپاره دې له هر فرصت څخه په اخلاص او سمه توګه استفاده وکړي.
هیواد ورځباڼه
ترکیه، پاکستان او افغانستان: طالبان باید بېرته په خبرو کې برخه واخلی او اوربند وکړی
پاکستان، ترکیې او افغانستان له طالبانو غوښتی، چې بېرته دې د مذاکراتو مېز ته راوګرځی.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلی، چې د یادو درېیواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له دری اړخیزې غونډې وروسته په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شی او طالبانو ته په کار ده ،چې مذاکراتو ته دوام ورکړی.د دې غونډې پرمهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وېیلی: دوی هڅه کوی طالبان اوربند او تلپاتې سولې ته وهڅوی.اتمر زیاته کړې، چې طالبان دې د استانبول کنفرانس کې ګډون وکړی او نړیوالو ته دې ثابته کړی چې سولې ته ژمن دی.په ورته مهال د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو هم ویلی، چې د ترکیې د کنفرانس جوړولو ته یې هڅې روانې دی او ښایی تر اختر وروسته دغه کنفرانس جوړ کړل شی.ده ټینګار وکړ، چې سیاسی حل په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوازینۍ لاره ده.نوموړی زیاته کړه ،چې هېواد یې هڅه کوی ، ترڅو د سولې مذاکراتو راتلونکی پړاو له پیل نه مخکې د درېیواړو هېوادونو د مشرانو دری اړخیزه غونډه هم وکړی.په ورته مهال په دې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی وویل : که څه هم طالبانو د استانبول د سولې په غونډه کې د ګډون لپاره تمایل ونه ښوده ،خو باور لری چې دغه ځنډ به لنډمهاله وی.قریشی هیله څرګنده کړه، چې له اختر وروسته به په ترکیه کې د سولې خبرو راتلونکی پړاو ترسره شی او سولې ته د رسېدو په موخه، دواړه خواوې به په هراړخیز او ټول شموله هوکړې، خبرې وکړی.په دې کنفرانس کې د یادو درېیواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ، چې طالبان باید په خبرو کې برخه واخلی او دایمی اوربند ته دې غاړه کېږدی.