د تهران چاپ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i99718-د_تهران_چاپ_ورځپاڼې
نن د تهران چاپ کابو ټولو ورځپاڼو د بېلابېلو مسالو تر څنګ په خپلو لومړي پاڼو کې په ویانا کې د برجام د نړیوالي ایټمي موافقې په اړه د مذاکراتو او په ایران کې د کرونا په ضد د استنشاقي واکسن د جوړېدو په هکله لیکنې او تبصرې کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2021 10:10 Asia/Kabul
  • د تهران چاپ ورځپاڼې

نن د تهران چاپ کابو ټولو ورځپاڼو د بېلابېلو مسالو تر څنګ په خپلو لومړي پاڼو کې په ویانا کې د برجام د نړیوالي ایټمي موافقې په اړه د مذاکراتو او په ایران کې د کرونا په ضد د استنشاقي واکسن د جوړېدو په هکله لیکنې او تبصرې کړي.

اطلاعات

د ایران چاپ دغه ورځپاڼه په خپله لومړي پاڼه کې د کرونا په ضد د داسي واکسن د جوړېدو خبر ورکړی دی چي د ستني پر ځای په پوزه کې د سپرې له لاري لګول کیږي.

د ورځپاڼې په وېنا دغه ډول واکسن چي استعمال یې خورا اسانه دی په راتلونکو څو میاشتو کې به تولید شي او د خلګو تر مینځ وویشل شي. په پوزه کې سپرې وهل تر ستنې لګول هم اسانه کار دی او هم په دې طریقې سره خلګ په چټکی واکسن تر لاسه کوي.

همدغه ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا د امریکې له لوري په ایران باندې د ځینو لګول شویو بندیزونو د لیري کېدو خبر ورکړی دی.

د ورځپاڼې په وېنا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چي په ویانا کې د ایټمي نړیوالي موافقې په چوکاټ کې مذاکرات کامیابه شوي او له ایران څخه به هغه بندیزونه لیرو کړو چي د برجام د نړیوالی ایټمي موافقې سره اړخ نه لګوي.

ورځپاڼه د امریکایي نشریې اسوشیتید پرس په حواله لیکي چي د امریکې نوې اداره په ایران باندې د بندیزونو د کمولو اراده لري او په دې لړ کې یې خپلي هڅي زیاتي کړي دي.

کیهان

د تهران چاپ دغه ورځپاڼې په خپله سرپاڼه کې د امریکې له خوا په ایران باندې د لګول شویو بندیزونو لیري کېدو ته د شک په سترګه کتلی دی.

امریکا چمتووالي ښودلې ده چي په ایران باندې هغه لګول شوي بندیزونه لیري کړي چي د برجام د نړیوالي ایټمي موافقې سره په ټکر کې دي.

خو د کیهان په وېنا دا د امریکې یو نوی چل دی، ځکه چي امریکا ممکن هغه بندیزونه لیري کړي چي د برجام له نړیوالي ایټمي موافقې سره په ټکر کې دی خو بیا همهغه بندیزونه په یوه بله پلمه او نوی عنوان سره په ایران باندې له سره لګوي په داسي حال کې له ایران یې خپل امتیازات اخیستی وي.

دغه ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا د اسرائیلو د یو جنرال اندېښنو ته انعکاس ورکړی چي یې د مقاومت د ډلي په وړتیا باندې اعتراف کړی دی.

دغه اسرائیلي جنرال ویلي چي که بیا ځلي له مقاومت سره مو نښته وشي، نو اسرائیل به د یوې اوونۍ لپاره د ورځې له ۴ زره توغندیز بریدونو سره مخامخ شي چي د امله یې به د اسرائیلو دفاعي سیسټمونه له کاره ولویږي.

د ورځپاڼې په وېنا اکثره صهیونیستي چارواکو د مقاومت له ځواک څخه خپلي اندېښنې څرګنډي کړي دي.

یو بل جګپوری صهیونیستی فوځي اسحاق بریک هم ویلي اسرائیل د مقاومت د ځواکونو د توغندیزو بریدونو په وړاندې عاجزه دی ځکه چي د اسرائیل توغندیز ضد سیسټمونه له زرګونو توغندیو سره مقابله نه شي کولای.

 جام جم

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا په منځنی اسیا کې د تاجیکستان او قرقیزستان د سرحدي ځواکونو تر مینځ د نښتو د سختېدو خبر ورکړی دی، د ورځپاڼې په وېنا لومړي په یوه سرحدي اختلافي سیمه کې د خلګو تر مینځ شخړه شوې چي ورپسې د دواړو هیوادونو د وسله والو ځواکونو تر مینځ نښته رامینځ ته شوې ده.

د قرقیزستان حکومت اعلان وکړ چي په یادو نښتو کې د تاجیکستان یوه پوسته نیول شوې او تر دې دمه ۳ تنه وژل شوي او تر ۴۸ زیات ژوبل شوي دي.

شرق ورځپاڼه

د تهران چاپ دغه ورځپاڼې بیا د پېښو تر عنوان لاندې نړیوالو پيښو ته ځغلنده کتنه کړې.

واشنګټن ته د الکاظمي سفر، په دغه سفر کې به د عراق لومړی وزیر د حساسو مسالو په اړه به له امریکایانو سره خبرې اترې وکړي.

له افغانستان څخه د سلو امریکایي ځواکونو په وتلو سره د خروج بهیر پیل شو.

په میانمار کې د کارن وسله والو او د میانمار تر مینځ د نښتو د امله په زرګونو کسانو ټایلنډ ته پناه وړي دي.

په سوریه کې د ترکیې په غیرقانوني فوځي اډې باندې د ناپېژاندو الوتکو له لوري بمبار شوی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر په راتلونکو ورځو کې به اوکراین ته سفر وکړي.

د لبنان او د اسرائیلو تر مینځ د سمندري سرحدونو په هکله مذاکرات به له سره پیل شي.