پاکستان له ایران سره د تجارتي اړیکو پراخول غواړي
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان حکومت د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزه تجارتي اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه .
د پاکستان حکومت پرون د کورونا ویروس د خپریدا د کنټرول او له ایران سره په خپلو ګډو سرحدونو کښې د نویو کورونا ویروسونو د خپریدا د مخه د نیولو لپاره د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت په دوام د ټینګار په ترڅ کښې د مي د میاشتې له څلورمې (۴) نیټې څخه تر پینځلسو (۱۵) ورځو پورې په تګ راتګ باندې محدویت ولګاوه .
د پاکستان له کورونا ویروس سره د مبارزې د عملیاتو د مدیریت د ملي کمیټۍ د حکم پراساس د ایران په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره ګډ تجارت له دغه چارې مستثنی دی او نوي محدودیتونه په دوه اړخیزه فعالیتونو او د ګاډو په تګ راتګ باندې هیڅ اغیز نلري .
دغه راپور وايي چې له ایران سره د پاکستان سرحدي ټرمینلونه به په کامل ډول خلاص وي .