-
د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره د ۱۰ میلیارد ډالرو هدف ټاکل
Jun 07, 2026 11:52پارس ټوډې – د ایران د کورنیو چارو وزیر د ایران او پاکستان د ورورولۍ اړیکو ته په اشارې سره اعلان وکړ چې دواړو هېوادونو د اقتصادي راکړو ورکړو د کچې د ۱۰ میلیارد ډالرو ته د لوړولو په اړه هوکړه کړې ده.
-
د غېږنیونې نړیوالې اتحادیې د رنکینګ سیالۍ؛ د ایران استازو دوه د سرو او برونزو مډالونه وګټل
Jun 07, 2026 11:17پارس ټوډې – د ایران د ازادې غېږنیونې دوه استازي، محمد نخودي او ابوالفضل رحماني، د غېږنیونې نړیوالې اتحادیې د رنکینګ په سیالیو کې د سرو زرو او برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
-
غریب آبادي: ګروسي په بشپړه توګه د امریکې او لویدیځ په لاس کښې دی
Jun 07, 2026 07:32پارس ټوډی- د ایران د بهرنیو چارو د زوارت د حقوقي او نړیوالې برخې مرستیال د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام خلاف د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د نوي رپورټ په غبرګون کښې وویل: که آژانس غواړي چې د ډیپلماټیکې حل لارې یوه برخه ووسي نو باید د سیاسي دباو په اوزار د فني رپورټ له بدلولو ډډه وکړي.
-
بروجردي: که د لبنان حزب الله نه وای، نن به صهیونیسټي رژیم به بیروت کښې و
Jun 07, 2026 06:24پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیشن غړي د ایران نخلاف د لبنان د ولسمشر او وزیراعظم د وروستیو تورونو په غبرګون کښې وویل: د لبنان د حزب الله په دفاعي رول باندې سترګې پټول، د صهیونیسټي رژيم د پراختیاغواړو دسیسو په وړاندې د ماتې منلو په معنا دي.
-
د امریکې له خوا د اوربند پرله پسې خلاف ورزۍ ته د ایران غبرګون: د ځان دفاع د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ مادې په بنیاد ده
Jun 07, 2026 05:43پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په اداري تاسیساتو باندې د امریکې د ترهګر پوځ تیری او په سیریک سیمې او قشم جزیرې باندې ساحلي څارنه په کلکه وغندله.
-
بقایي د لبنان د ولسمشر د ادعاوو په غبرګون کې: هغه څوک چې ترڅنګ ولاړ کس خرڅوي
Jun 06, 2026 15:55پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د لبنان د ولسمشر دایران ضد ادعاوو په غبرګون کې په یو غیر مستقیم پیغام کې ولیکل: «هغه څوک چې ترڅنګ ولاړ کس خرڅوي او هغه څوک چې مخامخ ورسره ولاړ وي، اخلي.»
-
په نړیواله کچه د ایران د لاسي غالیو ۱۰ نویو سیمو ثبتېدل او ۶۱ هېوادونو ته صادرات
Jun 06, 2026 14:32پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د غالیو د ملي مرکز مرستیال اعلان وکړ چې د ایران د لاسي غالیو ۱۰ نوې سیمې په نړیواله کچه ثبت شوې دي.
-
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار: د ایران پیاوړې کیدل پ حقیقت بدل شول
Jun 06, 2026 13:21پارس ټوډی- په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د رهبر صلاحکار وویل: د ایران له پیاوړې کیدو نه د لویدیځو نظرخاوندانو تاریخي ویره په حقیقت بدله شوه او نوی انډول رامینځته شو.
-
د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیا لپاره د ایران او تاجکستان موافقه
Jun 06, 2026 12:19پارس ټوډې – د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر او د تاجکستان د صنعت او نوې ټکنالوژۍ وزیر د قرغیزستان په کوربهتوب د شانګهای همکارۍ سازمان د صنعت وزیرانو د غونډې په څنډه کې په خپلو خبرو کې د تهران او دوشنبې ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو پر پراختیا او اسانتیا ټینګار وکړ.
-
د میناب د شهیدو زدهکوونکو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر پیغام: په کومه ګناه ووژل شول؟
Jun 06, 2026 11:57پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د میناب د شجره طیبه ښوونځي د شهیدو ماشومانو د ویر مراسمو انځورونه خپاره کړل. دغه ماشومان د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په ۹مه د امریکا په جنایتکارانه توغندیز برید کې شهیدان شوي وو. عراقچي لیکلي: «په کومه ګناه ووژل شول؟»