-
د امریکا د ګواښونو په وړاندې د ایران د ډیپلماټیکو او فوځي چارواکو خبرداری؛ په مخنیوونکې تیارسئ باندې ټینګار او پراخ داخلي او سیمه ایز ملاتړ
Jan 27, 2026 10:35پارس تودی- د ایران ډیپلماټیک او فوځي چارواکو د امریکا د ګواښونو په وړاندې د خبرداری په ورکولو سره، د مخنیوونکې تیارسئ او د دښمن د خوځښتونو د څار په ضرورت ټینګار کړي دي.
-
نورې رسنۍ | شلمچه–بصره رېل پټلۍ، د لوېدیځې اسیا د ټرانزیټ نوې لوبغارې
Jan 27, 2026 09:57پارستودی- د شلمچې او بصرې تر مینځ د رېل پټلۍ پروژه د ایران او د عراق تر مینځ د رېل پټلۍ د طرحو تر ټولو مهمه بلل کیږي او د یوې مسافري لارې ور هاخوا، د شمال-جنوب او د شرق او لوېدیځ تر مینځ د نړیوالو کرېدورونو د نښلولو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره په یوه استراتیژیک بستر باندې بدل شوی دی.
-
د امریکا د ګواښونو په وړاندې د ایران دفاعي مشروعیت
Jan 27, 2026 09:56په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازي امیر سعید ایرواني ټینګار وکړ: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، باید هغه تېروتنې چي امریکا یې ترسره کوي، په زغرده او د نوم په یادونې سره بیان کړي.
-
د ملي امنیت پر وړاندې د هر ډول ګواښ د رامنځته کېدو بهیر او لومړنۍ نښې تر څار لاندې دي
Jan 27, 2026 03:59د ایران د خاتمالانبیاء په مرکزي قرارګاه کې یوه لوړپوړي پوځي چارواکي خبرداری ورکړ چې د ایران د ملي امنیت پر وړاندې هر ډول ګواښ په دقت سره تر څار لاندې دی او په مناسب وخت کې به لازم تصمیم نیول کېږي.
-
د یو شمېر وګړو او د امنیت ساتونکو د وژل کېدو له امله له ایران سره د روسیې خواخوږي
Jan 27, 2026 03:38د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د وروستیو ګډوډیو پر مهال د یو شمېر ایراني وګړو او د نظم او امنیت د کارکوونکو د وژل کېدو له امله د ایران دولت او ملت ته تسلیت ووایه.
-
په افغانستان کې د واورو او یخنۍ له قربانیانو سره د ایران سفارت خواخوږي
Jan 26, 2026 12:19په کابل کې د ایران سفارت د واورې او سختې یخنۍ له امله افغانانو ته پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني ښودلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
-
بقايي: د بهرنیو جنګي بېړیو تحرکات د ایران پر دفاعي اراده هېڅ اغېز نه لري
Jan 26, 2026 10:06د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، سیمې ته د جنګي بېړیو لېږل به د هېواد څخه د دفاع په برخه کې د ایران د هوډ او جديت پر وړاندې هېڅ ډول خنډ رامنځته نه کړي
-
جنرال وحیدي: امریکا د چاپېریال ساتنې تر ټولو ستر ناقض او د انسانجوړو خطرونو اصلي عامل دی
Jan 25, 2026 13:40پارسټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قومندان مرستیال، د پرمختګ د بهیر له چاپېریالي اصولو سره د سمون پر اړتیا ټینګار وکړ او امریکا او لوېدیځ هېوادونه یې د انسانجوړو خطرونو، د چاپېریال ساتنې د ویجاړۍ او د فضا د پوځي کېدو اصلي عاملین وبلل.
-
په کابل کې د ایران سفیر د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره لیدلي
Jan 25, 2026 10:29په کابل کې د ایران سفارت د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمیري ډيکارلو سره د دغه سفارت د سرپرست، علیرضا بیګدلي، د لیدنې خبر ورکړی دی.
-
له ایران سره د سوداګریزو اړیکو په دوام باندې د مالیزیا د لومړي وزیر ټینګار
Jan 25, 2026 03:57د امریکا د ګواښونو په ځواب کې د مالیزیا لومړي وزیر وویل چي دغه هیواد به له ایران سره خپلو سوداګریزو او ډیپلماټیکو اړیکو ته دوام ورکړي.