عون د موافقې د اجرا په هکله ټرمپ ته ډاډ ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i174610-عون_د_موافقې_د_اجرا_په_هکله_ټرمپ_ته_ډاډ_ورکړ
د لبنان د ولسمشرۍ دفتر د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: د امریکې ولسمشر «میشل عون» ته ټیلیفون وکړ او په کښې ټرمپ هغه ته د چوکاټ د موافقې د لاسلیکولو مبارکي ورکړه.
(last modified 2026-06-28T01:38:53+00:00 )
Jun 28, 2026 06:05 Asia/Kabul
  • عون د موافقې د اجرا په هکله ټرمپ ته ډاډ ورکړ

د لبنان د ولسمشرۍ دفتر د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: د امریکې ولسمشر «میشل عون» ته ټیلیفون وکړ او په کښې ټرمپ هغه ته د چوکاټ د موافقې د لاسلیکولو مبارکي ورکړه.

د لبنان د ولسمشرۍ دفتر د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: د امریکې ولسمشر «میشل عون» ته ټیلیفون وکړ او په کښې ټرمپ هغه ته د چوکاټ د موافقې د لاسلیکولو مبارکي ورکړه.

د لبنان د ولسمشرۍ دفتر د بیانیې له مخې، عون له ټرمپ سره په دغه ټیلیفوني تماس کښې ټینګار وکړ چې د لبنان حکومت به د دغې موافقې په اجرا کښې په خپلو مسئولیتونو باندې عمل وکړي.

میشل عون له ټرمپ سره په خبرو کښې هیله وښودله چې واشنګټن د موافقې د هر ډول خلاف ورزۍ په مخنیوي او په ټولو ژمنو باندې د پابندۍ په ضمانت کښې رول ولوبوي.

د لبنان د ولسمشرۍ د بیانیې په بنیاد، عون له ټرمپ څخه د هغه څه په وجه مننه وکړه چې «له لبنان، قانوني حاکمیت او د هغه د اساسي او امنیتي قانوني ارګانونو ملاتړیز دریځ» بلل شوی دی.