-
د ایران په جنوب ختیځي پولو کې د وسلو ستره جوپه ونیول شوه
May 24, 2026 15:21سردار جاویدان قاچاقبرو ، اشرارو او غولیدلو او پيّلو ته په خبرداری ورکولو سره د هیواد په پولو کې د قاچاقبرو له هرډول خوځښت او شرارت سره په پریکنده چلند ټينګار وکړ.
-
المیادین: تهران او واشنګټن د هوکړې د چوکاټ د لاسلیکولو په درشل کې دي
May 24, 2026 15:20پارس تودی- باخبرو سرچینو د المیادین چېنل ته ویلي دي چي اوس مهال، د پاکستان په مینځګړیتوب سره، د تهران او واشنګټن تر مینځ د هوکړې د یوه چوکاټ د لیکلو لپاره چارې روانې دي.
-
د امام محمد باقر (ع) فکري روده لاهم د معاصر نړۍ لپاره الهام بخښونکی دی
May 24, 2026 14:43پارس تودی- په واټیکان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د پیغمبر مبارک (ص) د لسمي حضرت امام محمد باقر (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت په یوه یاددښت کې، هغه حضرت یې د سیاسي، معرفتي او هویتي کړکېچونو په وخت کې د اسلام د علمي مرجعیت د بیارغولو لپاره د فکري غورځنګ جوړوونکی وبلله.
-
د ایران د جنوبي پارس له ګمرک څخه د یو میلیون ټن توکو صادرېدل
May 24, 2026 14:19پارس تودی- د ایران د جنوبي پارس د انرژیو د ځانګړې اقتصادي سیمې د ګمرک رئیس وویل: د یوه میلیون ټنه ایراني توکو د صادراتو چارې تر سره شوي چي ارزښت یې ۴۵۲ میلیون ډالرو ته رسیږي.
-
د عربانو مشرانو ټرمپ ته وئيل چې د جنګ درول د سیمې په ګټه دي
May 24, 2026 14:18پارس ټوډې - ټولو عربو مشرانو چې ټرمپ ورسره تماس ټينګ کړی هغه ئې له ایران سره د احتمالي موافقې منلو ته هڅولی دی او دا ئې په زغرده وئیلي دي چې هرډول اړئ ګړئ او جنګ بیرته پيلیدا د سیمې د ویجاړئ په معنا دی.
-
د ایران د وزن اوچتولو ملي لوبغاړې نړیوال مډالونه ګټلې/ د افریقا په سیالیو کې ایرانی جودوکار لومړی مقام تر لاسه کړ
May 24, 2026 14:10پارس تودی- له ۱۰۷ کیلو څخه د زیات وزن په څانګه کې د ایران د وزن د اوچتولو ملي ټیم، ۶ د سرو زرو او ۲ د سپینو زرو مډالونه تر لاسه کړ.
-
د پاکستان په کوټې ښار کې ځانمرګی بریدد کابو 70کسانو وینه وبهوَله
May 24, 2026 13:42په راپور کې ويل شوي چې د اورګاډي سټېشن ته څېرمه د یوه امنیتي مرکز مخې ته زوروره چاودنه شوې چې کویټه ښار ئې سخت ولړزاوه.
-
چې ما لیدلي ما لیکلي - د بیهقي ژوند لیک (۶)
May 24, 2026 13:40د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو، چې ما لیدلي ما لیکلي - د بیهقي ژوندلیک د لړۍ له (۶م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. د لړۍ په دې برخه کې به تاسو د غزنویانو د دورې له یوه تاریخي شخصیت، سبکتګین سره آشنا شئ. او د هغه په اړه به دوه اورېدونکې کیسې واورئ چې بیهقي په ښه ډول نقل کړې دي.
-
هالېنډ په اسرائیلي کې تولید شوي توکي بایکاټ کړل
May 24, 2026 13:07پارس ټوډې - هالېنډ د جمعې په ورځ اعلان کړی چې له اسرائیلي ښارګوټو څخه واردېدونکي توکي به بایکاټ کړي او د اروپائي اتحادئې له غړو هېوادونو ئې وغوښتل چې ورته اقدامات وکړي.
-
د عراق د پارلمان استازی: د هیواد په سیاسي پرېکړو باندې د امریکا قیمومیت او لاسوهنې مخالف یو
May 24, 2026 12:59پارس تودی- د عراق د پارلمان یو استازی د دې هیواد په سیاسي چارو کې د امریکا له لاسوهنو سره د مخالفت په ترڅ کې وویل: امریکا په ښکاره توګه د عراق په کورنیو چارو کې د خپلو فوځي لاسوهنو په دوام کې، د هیواد په سیاسي بهیرونو کې د لاسوهنو په لټه کې ده.