-
د پنجشنبې له شپې راهیسې د ایران په اجازې شاوخوا ۳۰ سوداګریزې کښتۍ د هرمز له تنګي تېرې شوي
May 15, 2026 06:21پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک اعلان وکړ: د پنجشنبې له شپې راهیسې تر اوسه شاوخوا ۳۰ سوداګریزې کښتۍ د ایران د اسلامي جمهوریت په اجازې او د سپاه د سمندري ځواک په همغږۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې دي.
-
د ایران فضايي سازمان: درې ایراني سپوږمکۍ د ازموینو وروستي پړاو ته رسېدلې دي
May 15, 2026 06:18پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د فضايي سازمان رئیس د درې ایراني سپوږمکیو د نهايي ازموینو خبر ورکړ.
-
د نجونو له حضور پرته په افغانستان کې د کانکور ازموینه پیل شوه
May 15, 2026 05:43دا افغانستان کې پنځم پرلپسې کال دی چې د کانګور ازموینه د نجونو له حضور پرته ترسره کېږي. طالبانو په دغه هیواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.
-
اروپايي ټولنې په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کیدو پر اړتیا ټینګار وکړ
May 15, 2026 05:36په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ یوځل بیا پر نجونو او ښځوباندې د لګول شویو محدودیتونو دلیرې کیدو پراړتیا ټینګار کوي.
-
روسیه: امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د بیارغونې مسئولیت پر غاړه واخلي
May 15, 2026 05:18د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، امریکا او متحدین یې باید له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې بشپړ مسئولیت پر غاړه واخلي او ټینګار یې کړی چې له کابل سره د همکاریو پراختیا او د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو سازمان د تماس ډلې د فعالیت بیا پیل، د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي.
-
ننګرهار کې به په نږدې راتلونکې کې د ایران او افغانستان د اقتصادي چارو کارپوهانو ګډه ناسته ترسره شي
May 15, 2026 05:01په جلال اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقنسول مجید رضا پناه د ننګرهار ولایت اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد سره په ګډه ناسته کې وویل، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د ایران د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي چارو کارپوهانو او متخصصینو یوه ستره ډله به ننګرهار ولایت ته سفر وکړي او د ختیځو ولایتونو له سوداګرو او اقتصادي چارو له کارپوهانو سره ګډه ناسته ترسره کړي.
-
د افغانستان او ايران ترمنځ د برېښنا انرژۍ د ګډو همکاريو پر پراختيا ټينګار وشو
May 15, 2026 04:51د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دغه شرکت عمومي اجرائيوي رئيس ملا عبدالحق همکار په کابل کې د ايران له سفير عليرضا بيکدلي سره کتلي او د برېښنا انرژۍ، پانګونې او د ګډو همکاريو د پراختيا په اړه يې خبرې کړې دي.
-
عراقچي: راځئ چې د بدماشۍ په وړاندې مقاومت سره وښایو چې د دې تګلارو ځاې د تاریخ ډیران دی
May 14, 2026 16:48پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د امریکا د بدماشۍ په وړاندې مقاومت کول یوه نا اشنا جګړه نه ده.
-
اماراتو ته د نتانیاهو پټ سفر/ د ابوظبي چارواکې نور د ستنېدو لاره نه لري
May 14, 2026 15:02پارس تودی - په اسلامي ایران باندې په یرغل کې له امریکا او اسرائیل رژیم سره د اماراتو د بې شرمانه ګډون څخه وروسته، چي د ایران د وسله والو ځواکونو له ځپونکې ځواب سره مخ شو، اوس د ابوظبي او تل ابیب تر مینځ د همکاریو په اړه نوې معلومات خپاره شوي دي.
-
د تایوان په هکله ټرمپ ته د چین د ولسمشر خبرداری؛ تیروتنه ونه کړې
May 14, 2026 14:44پارس ټوډی- د چین ولسمشر په بیجنګ کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کتنه کښې د تایوان جزیرې په هکله د واشنګټن د هر ډول تحرکاتو په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل: هره غلطي د دواړو هیوادونو د مقابلې لامل ګرځیدې شي.