سرلشکر صفوي: د ایران اراده په دباو سره نه شي کمزورې کیدې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175620-سرلشکر_صفوي_د_ایران_اراده_په_دباو_سره_نه_شي_کمزورې_کیدې
پارس ټوډی- د ټولو قواو د اعلی سرقوماندان مرستیال او لوړ پوړی سلاکار په دې خبرې سره چې د ایران وسله والو ځواکونو د نویو نوښتونو او د جګړې د ډګر د بدلولو له لارې د دښمنانو معادلې اغیزمنې کړې دي وویل: د ایران د زغم قدرت زیات شوی او دښمنان نه شي کولی چې په سیاسي او اقتصادي فشارونو سره د ایران د ملت اراده کمزورې کړي.
(last modified 2026-07-27T03:17:02+00:00 )
Jul 27, 2026 07:45 Asia/Kabul
  • سرلشکر صفوي: د ایران اراده په دباو سره نه شي کمزورې کیدې

پارس ټوډی- د ټولو قواو د اعلی سرقوماندان مرستیال او لوړ پوړی سلاکار په دې خبرې سره چې د ایران وسله والو ځواکونو د نویو نوښتونو او د جګړې د ډګر د بدلولو له لارې د دښمنانو معادلې اغیزمنې کړې دي وویل: د ایران د زغم قدرت زیات شوی او دښمنان نه شي کولی چې په سیاسي او اقتصادي فشارونو سره د ایران د ملت اراده کمزورې کړي.

د پارس ټوډې په وینا، تورن جنرال سید یحیی صفوي، د سیمې او د مقاومت جبهې بدلونونو ته په اشارې سره وویل: نن سبا د سیمې د ملتونو د مقاومت جبهې او د نړیوال استکبار د جریان ترمنځ شخړه د نړۍ یو ډیر مهم بدلون دی.

د ټولو قواو د معظم قومندان مرستیال په دې خبرې سره چې د ایران د ولس مقاومت او له ظلم او استکبار سره د مقابلې په جبهو کښې د جنګیالیو شتون، سترې بریاوې لرلې دي، وویل: نن سبا د ماشومانو د قاتلانو رژيم د قدرت زوال او د لویدیځې آسیا د یو مهم قدرت په توګه د ایران د ولس د قدرت زیاتوالی د لیدو وړ دی.

هغه زیاته کړه: حتی شناندو او لویدیځ مطالعاتي مرکزونو هم په مختلفو ډګرونو کښې د ایران د قدرت په ودې باندې اعتراف وکړ. د ایران اسلامي جمهوریت نن په مختلفو علمي، ټیکنالوجیکي، طبي او دفاعي برخو کښې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

جنرال صفوي د ایران علمي توان ته په اشارې سره وویل: د ایران د طبي ساینس او ټیکنالوجۍ پرمختګونه د ایران د خپلو پوهانو، ډاکټرانو او ځوانانو د کوششونه نتیجه ده او دغه لاسته راوړنې ښودنه کوي چې د ایران ولس له ټولو دباوونو او بندیزونو سره سره، د پرمختګ لارې ته دوام ورکړی دی.