-
د پاکستان په کرک سیمه کښې شپږ کسان وژل شوي دي
Jan 19, 2026 02:24زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په کرک سیمه کښې د وسله وال کس په ډزو کښې د ښځو او د ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ شپږ کسان وژل شوي دي.
-
تحریک تحفظ ائین پاکستان ائتلاف د فرورۍ د میاشتې د انتخاباتو په هکله د پلتنې غوښتنه وکړه
Jan 19, 2026 02:00زمونږ خبریال راپور راکړی د «تحریک تحفظ ائین پاکستان» ائتلاف پرون د سیند صوبې په کراچۍ ښار کښې په ال پارټیز (د ټولو سیاسي ګوندونو) په کانفرنس کښې د دغه هیواد د اساسي قانون د شپږمې مادې پراساس د فرورۍ د میاشتې د اتمې نیټې د انتخاباتو په هکله د پلټنې او هغو کسانو ته چې په انتخاباتو کښې په درغلیو کښې لاس لري د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.
-
د کراچۍ ګلپلازا کې اورلګېدنې 10 کسان وژلي او له پنځوس ډیر بې درکه شوي
Jan 19, 2026 01:34زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې چې د سیند صوبې مرکز دی تېره شپه په یوه سوداګریز مرکز کې لګېدلي اور پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
-
د افغانستان د طالبانو د حکومت سوداګریز پلاوی بنګلهدېش ته تللی
Jan 19, 2026 01:21زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت وایي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د ۵۰ سوداګرو په ملتیا بنګلهدېش ته تللی دی. ویل شوي، دا پلاوی د یاد وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د بنګلهدېش پلازمېنې ډاکې ته روان شوی دی.
-
امریکا د ایران په چارو کښې په لاسوهنې سره د نړیوالو حقوقو خلاف ورزۍ کړې ده
Jan 19, 2026 01:10ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې لیکوال او د سیاسي چارو کارپيژاند «نیکولای استاریکوف» په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو د ایران په شان د هیوادونو په کورنیو چارو کښې په لاسوهنو سره د نړیوالو حقوقو خلاف ورزۍ وکړه.
-
امریکا او اسرائیل په ایران کښې د بلواو مسوول دي
Jan 19, 2026 00:54زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د کولمبیا پوهنتون د اقتصاد استاد پروفیسر جیفرې ساکس(Jeffrey Sachs) په ایران کښې د تیرو ورځو د بلواو مسوول امریکا او د اسرائیلو رژیم وبلل.
-
اروپا د ګرینلینډ په اړه د امریکا د زیات غوښتنو په مقابل کښې په مقاومت ټینګار وکړ
Jan 19, 2026 00:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحادیې لوړرتبه چارواکو د ګرینلینډ جزیرې د نیولو لپاره د امریکا د زیات غوښتنې په مقابل کښې د دغه لوې وچې په مقاومت کولو ټینګار وکړ.
-
د ترکیې خلکو د ایران په ملاتړې کښې ستره غونډه وکړه
Jan 19, 2026 00:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې خلکو په خپل هیواد کښې د پیوستون د نړیوالې ټولنې په غوښتنې سره پرون په استانبول ښار کښې د ایران په ملاتړ کښې یوه غونډه وکړه.
-
د امریکا غیر انساني بندیزونه د ایران د خلکو د ژوند د سختۍ اصلي عوامل دي
Jan 19, 2026 00:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په «ایکس »اینټرنیټ پاڼه کښې د امریکا د حکومت او د هغې د ملګرو هیوادونو زړه دښمنۍ او بندیزونه د ایران د ګرانو خلکو په ژوند کښې د سختۍ او مشکلاتو اصلي عوامل وبلل او ټینګار یې وکړ:
-
د عراق او ایران امنیت د یوه بل د ثبات او امنیت بشپړونکی دی
Jan 18, 2026 11:02د عراق د بهرنیو چارو وزیر، د سید عباس عراقچي سره په لیدنې کې، د ګډو ملګرتیاؤ د پراختیا او د سیمې د ثبات د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.