د پاکستان چارواکي وائي، د بنو برید پلانونکي  په افغانستان کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172742-د_پاکستان_چارواکي_وائي_د_بنو_برید_پلانونکي_په_افغانستان_کې_دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې لومړني شواهد ښئي، په بنو کې د خونړي برید پلانونکي  د افغانستان په خاوره کې شتون لري.
(last modified 2026-05-12T01:42:24+00:00 )
May 12, 2026 05:47 Asia/Kabul
  • د پاکستان چارواکي وائي، د بنو برید پلانونکي  په افغانستان کې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې لومړني شواهد ښئي، په بنو کې د خونړي برید پلانونکي  د افغانستان په خاوره کې شتون لري.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وئیلي دي،  په اسلام‌آباد کې ئې د افغانستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او د بنو ضلعې   د پولیسو  پر یوې پوستې د خونړي برید په اړه ئې د پاکستان سخت اعتراض ورته رسولی دی.

د دغه وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا صوبې  د «فاتح‌خېلو» پولیسو پوستې باندې دکار بم برید د «فتنه الخوارج» په نوم ډلې یعني هماغه تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د غړو له خوا پلان  او ترسره شوی؛ فتنه الخوارج دا هغه اصطلاح ده چې نن سبا ئې  د پاکستان حکومت   د تحریک طالبان پاکستان (TTP) لپاره کاروي.

د اسلام‌آباد چارواکو  ادعا کړې چې لومړنۍ څېړنې، تخنیکي شواهد او استخباراتي معلومات ښئي چې د دې برید پلانونکي  د افغانستان په خاوره کې موجود وو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخپلې اعلامیې کې زیاته کړې ده ،  د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان د بریدونو ترسره کېدا، جدي امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.

پاکستان همداراز خبرداری ورکړ چې د دې برید عاملینو ته د «پریکنده ځواب» حق د ځان لپاره محفوظ ګڼي، او د افغانستان له طالبانو ئې وغوښتل چې د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارونې په اړه پخپلو ژمنو   عمل وکړي

په دې اعلامیې کې راغلي چې په افغانستان کې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو شتون او د هغوی لپاره مناسب چاپېریال، د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو ادارو په راپورونو کې هم ثبت شوی دی.

د راپورونو له مخې، د شنبې شپې پر مهال د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې  د  بنو ضلعې   پر پولیسو پوستې په برید کې لږ تر لږه ۱۵ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، بریدګرو له  کار  بم تر چاودنې وروسته، د درنو وسلو او وسله‌والو کوادکوپټرونو په وسیله پر امنیتي ځواکونو برید وکړ.