-
ایران به د دښمن هر ډول اقدام ته سخت ځواب ورکړي
May 10, 2026 14:25زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو اړوند سمندري ځواک تېره شپه خپلو دښمنانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو د وړونکو او سوداګریزو بېړیو پر وړاندې هر ډول تعرض به په سیمه کې د امریکا پر یوې اډې او د دښمن پر بېړیو د سخت برید لامل شي.
-
د لبنان په جنوب کې د صهیونیستي رژیم له لوري د اوربند سرغړونې لا هم دوام لري.
May 10, 2026 14:21د المیادین شبکې راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۲۶ لبناني وګړي وژل شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت هم تېره شپه په یوه راپور کې ویلي، چې د تېر مارچ میاشتې له دوهمې نېټې راهیسې پر لبنان د اسرائیلي رژیم د پوځ د بریدونو له امله ۲ زره او ۷۵۹ لبنانیان وژل شوي او ۸ زره او ۵۱۲ نور ټپیان شوي دي.
-
په افغانستان کښې ګڼ شمیر ماشومان له ناوړه خواړو سره مخ دي
May 10, 2026 14:19زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ویلي، چې په افغانستان کې په شدیدې خوارځواکۍ اخته درې اتیا سلنه ماشومان په هغو کورنیو کې ژوند کوي چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.
-
حاجیبابایی: ایران په رسمي ډول د نړۍ په څلورم زبر ځواک بدل شوی
May 10, 2026 13:59پارس تودی- د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال د وروستۍ فوځې جګړې د مختلفو اړخونو، د امریکا د بیلتون پالو دسیسو ماته او د ایران د اسلامي جمهوریت د ځواکمنتیا د نوی پړاو د پیلېدو په اړه، ټینګار وکړ: «نه جوړجاړی او نه تسلیم؛ له امریکا سره مبارزه ده.»
-
د پاکستان په بنو سیمه کښې پینځلس پولیس ووژل شول
May 10, 2026 13:53زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان امنیتي چارواکو تېره شپه اعلان وکړ، چې د خیبر پښتونخوا صوبي په بنو سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د موټر بم چاودنې له امله پنخلس پولیس افسران وژل شوي دي.
-
سردار شکارچي: هر هیواد چې د ایران پرضد اقدام وکړي، نو پریکنده ځواب به ورکړو
May 10, 2026 13:47پارس ټوډې – د ایران د وسله والو ځواکونو لوړرتبه ویاند وویل: هر هیواد چې د ایران پرضد اقدام وکړي نو زمونږ د وسله والو ځواکونو له پریکنده غبرګون سره به مخامخ شي.
-
له بیهقي څخه یوه تاریخي کیسه، افشین او بودلف
May 10, 2026 12:53د پنځمې پېړی کره تاریخ لیکونکی، نړۍ یې همهغه شان چي لیدلي وه، ثبت کړه، ساده، په ژوندي بڼه او له داسي وړوکیو جزئیاتو سره، چي له زرو کلونو وروسته، اوس هم مونږ د هغو پېښو یوه په زړه پورې کیسه درسره شریکوو.
-
د امریکا د کانګرس غړي: ټرامپ د ایران په لومه کښې ښکیل شوی دی/ د امریکا سناتور: د واشنګټن حکومت دروغ وايي
May 10, 2026 12:01پارس ټوډې – د امریکا د ولسي جرګې کانګرس لوړرتبه غړي د ایران پرضد سمندري کلابندۍ یو جنګي اقدام وباله او ویې ویل: ډونالډ ټرامپ د تهران په لومه کښې ښکیل شوی دی.
-
په ایټالیا کښې د ایران سفیر: د تهران پرضد پوځي سټراټيژۍ ماتې وخوړله/ د ډيپلوماسۍ لاره خلاصه ده
May 10, 2026 11:35پارس ټوډې – په ایټالیا کښې د ایران سفیر د تهران پرضد د پوځي سټراټيژۍ په ناکامه کیدا باندې ټینګار سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت په ملي کوټلتیا او دفاعي توان باندې تکیې کولو سره د ډيپلوماسۍ لاره عادلانه موافقې ته د رسیدا لپاره خلاصه ساتلې ده.
-
امریکا ته د سپاه پاسداران ځواک خبرداری: که چیرې کوم اقدام وکړئ نو په توغندیو او بې پایلوټه الوتکو سره ورته مقابله کوو
May 10, 2026 11:23پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندنۍ د ایران د تیلو په کشتیو باندې د هر ډول تیري په هکله خبرداری ورکړ.