-
ټرمپ غواړي ایران د موساد د مزدورانو او د بلواو له لارې کمزوری کړي
Jan 18, 2026 04:00په لبنان کې د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم وويل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ د شتمنیو د چور تالان او د ایران د کمزوري کولو لپاره له ګډوډیو او د موساد له مزدورانو څخه کار اخلي، خو د ایران ستر ولس په میلیوني لاریون سره د اسلامي جمهوریت ملاتړ کړی دی.
-
د غزې، لبنان او ایران په خلاف د امریکا او د اسرائیلو د ګواښونو غندنه وکړه
Jan 18, 2026 03:59« د عراق لومړی وزیر محمد شیاع السودانی د شنبې په شپه وویل: موږ د غزې او لبنان په سیمه کې د وحشي توب او وژنو شاهدان یو، په سوریې باندې دوامداره بریدونه کیږي او زموږ ګاونډي هیواد ایران ګواښل کیږي.»
-
له ایران څخه د پاکستان د ولس ملاتړ او له رهبر سره د ژمنو نوی کېده
Jan 18, 2026 03:48د اسلامي انقلاب پلویانو په پاکستان کې په ځانګړي ډول د "سکردو او پاراچنار" په ښارونو کې د وسله والو ترهګرو لخوا د وروستیو ګډوډیو او بهرني مداخلې په وړاندې د ایران له زړور ولس سره د پیوستون د اعلانولو په ترڅ کې، د اسلامي انقلاب ستر مشر او د نړۍ د مسلمانانو له ولی امر حضرت آیتالله خامنهای سره خپله ژمنه نوې وکړه.
-
د ایران شجاع ملت په وحدت سره د امریکائي فتنې ملا ماته کړه
Jan 17, 2026 12:36د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیتا....خامنهای په دې په ټینګار سره چې وروستی فتنه یوه امریکایي فتنه وه، وفرمایل: "مونږ د امریکا ولسمشر د هغو تاوانونو، زیانونو او هغو تورونو په دلیل چې د ایران پر ملت ئې ولګول، مجرم ګڼو.
-
د ټرمپ پر ضد د امریکائي ولس دخپګانونو زیاتوالی؛د ژمنو ئې نه پوره کیدا
Jan 17, 2026 12:04پارسټوډې – د سياېناېن د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښئي چې ډېری امریکایان د کرغیړن ټرمپ د حکومت لومړی کال ناکام بولي.
-
آنروا: په غزې تړانګې کې د بېځایه شوو خلکو ژوند له جدي خطرې سره مخ دی
Jan 17, 2026 11:35پارس ټوډې – په ملګرو ملتو پورې تړلې د فلسطیني کډوالو د مرستو او کارکسب موندنې ادارې (آنروا) په غزې تړانګې کې د فلسطینيو بېځایه شوو خلکو لپاره د څښاک د اوبو د سخت بحران په اړه خبرداری ورکړی دی.
-
د امریکايي او صهیونیستي ترهګرو اصلي مهُره څنګه د ایران د امنیتي مامورانو په لومې کې ښکیل شوه؟
Jan 17, 2026 11:24پارس ټوډې – د ایران یوې اطلاعاتي ادارې وئيلي دي ، د امریکا او اسرائیلو له استخباراتي ادارو سره تړلې، یوه مهمه او په لوړه سویه روزل شوي ایجنټه ئې نیولې ده.
-
پاکستان او ایران د سیمې او نړئ په باب یو شان دریځونه لري
Jan 17, 2026 11:08د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، سناتور محمد اسحاق ډار، په یوه ټیلیفوني تماس کې د ایران د اسلامی جمهوریت دبهرنیو چاروله وزیر سید عباس عراقچي سره د ایران او سیمې پر وروستیو بدلونونو خبرې وکړې.
-
د دښمنانو، په تیره بیا د امریکا، دسیسو او چلونو پر وړاندې باید مقومت وشي
Jan 17, 2026 10:46پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو لوي درستیز سردار عبدالرحیم موسوي وویل: دښمن د رسنیزې امپراتورۍ او ادراکي جګړې له لارې د ایران د ټولنې پر یو شمېر وګړو اغېزې کړی او حقایق ئې سرچپه ښودلي دي؛ له همدې امله باید د پېښو د سمو بیانولو له لارې د دښمنانو د چلونو او دسیسو پر وړاندې ودرېږو.
-
د پاکستان د پوځ او بېلتونغواړو ترمینځ په نښتې؛ ۱۲ تنه وژل شوي
Jan 17, 2026 10:21د پاکستان پوځ ویئلي چې په سیمې کې د نننیو ترهګریزو بریدونو د عاملینو د پېژندنې او سزا ورکولو لپاره عملیات لا هم روان دي.