په لبنان کښې صهیونیسټ پوځیان: له تښتیدا پرته بله چاره نلرو
پارس ټوډې – صهیونیسټي رسنیو د لبنان د حزب الله غورځنګ د بې پایلوټه الوتکو په مقابل کښې د نیواکګر رژیم د پوځیانو په ناتوانۍ اعتراف وکړ.
پارس ټوډې سایټ راپور راکړی، د لبنان په جنوب کښې دیره نیواکګرو عسکرو ومنله چې د حزب الله د بې پایلوټه الوتکو په مقابل کښې د خپلو ځانونو د ساتلو لپاره د کبانو د نیولو د جالونو په شمول د ابتدايي کارونو ترسره کولو ته مجبوره شوي دي.
هغوې زیاته کړې په دې رودو سره هڅه کوی د حزب الله غورځنګ د بې پایلوټه الوتکو د چاودنې اغیزونه کم کړي.
د اسرائیلو یوه عسکر چې د شپږم ځل لپاره لبنان ته استول شوی دی وویل صهیونیسټ پوځیان له یوه دائمي ګواښ سره مخامخ دي او دوې د خپلو پناه ځایونو په لور له تښتیدا پرته له دغو بې پایلوټه الوتکو سره د مقابلې لپاره هیڅ لاره نلري.
دغه نیواکګر اسرائیلي پوځي زیاته کړه، په ورځ کښې څو ځله د حزب الله د حملو له کبله د خطر سائرنونه وهل کیږي او د حزب الله غورځنګ د نویو بې پایلوټه الوتکو غږ په ډیرې سختۍ سره اوریدل کیږی.
د لبنان د حزب الله غورځنګ له دغو بې پایلوټه الوتکو سره د مقابلې د فني لارو چارو د پیدا کولو په هکله د ادعاګانو له مطرح کیدا سره سره د دغو الوتکو د مخه د نیولو لپاره هیڅ اغیز شیندونکی پرمختللی سیسټم یا اوزارونه نشته.