-
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي دي
Dec 28, 2025 08:30د افغان طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزرات وزیر، ملا هدایتالله بدري په کابل کې د ایران له سفیر، علي رضا بیکدلي سره کتلي دي.
-
افغانستان ته د اوزبیکستان صادرات ۴۰سلنه زیات شوي
Dec 28, 2025 08:19د اوزبیکستان د احصایې ملي کمېټې په تازه راپور کې ویل شوي چې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دا اندازه په ۲۰۲۴ کال کې ۹۲۱ میلیونه ډالره وه.
-
حزب الله غورځنګ د امام علی علیه السلام په جومات باندې د ترهګریز برید د عاملینو د سزا غوښتونکی شو
Dec 28, 2025 03:48د لبنان د حزبالله غورځنګ په یوه اعلامیه کې د سوریې په حمص ښار کې د امام علي بن ابیطالب (ع) په جومات باندې د ترهګریز برید سخته غندنه وکړه او د دې برید د عاملینو د سختې سزا غوښتونکی شو.
-
امریکا د ایران په خلاف د جاسوسۍ لپاره د عراق له هوایي حریم څخه کار اخلی
Dec 28, 2025 03:45په بغداد کې د ایران سفیر وویل چې تهران د امریکا جاسوسي الوتنې چې د عراق له هوايي حریم څخه د ایران د خاورې د څارنې لپاره ترسره کیږي، کشف کړی دی، او خبرداری یې ورکړ چې امریکا په عراق کې د اسرائیلي الوتنو ملاتړ کوي ، کوم چې د ایران په خلاف یو مستقیم ګواښ دی.
-
د سومالیا لومړی وزیر د سومالیلنډ په رسمیت پېژندلو کې د نتانیاهو د اقدام سخته غندنه وکړه
Dec 28, 2025 03:40د سومالیا لومړی وزیر حمزه عبده بری ټینګار وکړ: د سومالیا دولت او ولس د «اسرائیل» رژیم لخوا د سومالینډ په رسمیت پېژندنه باطل ګڼي او دا اقدام د سومالیا پر ملي واکمنۍ باندې تېری بولي.
-
د عراق حکومت د تهران او واشنګټن ترمنځ د غونډې د جوړولو لپاره مشورې کوي
Dec 28, 2025 03:39د عراق لومړی وزیر محمد شياع السوداني وویل چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو په هدف په بغداد کې د غونډې د جوړولو لپاره هڅه کوي.
-
د روسیې خارجه وزیر وایي چي اوکراین او ملاتړو یې د رغنده خبرو لپاره چمتو نه دي
Dec 28, 2025 03:37لاوروف په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په سهار د تاس خبري اژانس لخوا خپره شوه، وویل: د اوکراین رژیم زموږ په هېواد کې د ملکي تاسیساتو په نښه کولو او ورانکارو اقداماتو سره په خلګو کې ویره رامینځته کوي.
-
ایټالیا د حماس له غورځنګ څخه د مالي ملاتړ په تور اووه کسان نیولي دي
Dec 28, 2025 03:34د ایټالیا پولیسو ادعا کړې چې ۷ کسان یې د فلسطیني اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) لپاره د میلیونونو یورو د مالي ملاتړ د برابرولو په تور نیولي دي.
-
ایران په نړۍکې د سلطهګرنظام د مضبوتیا پرضد د مبارزې بیرغوال دی
Dec 27, 2025 11:18پارسټوډی – د اسلامي انقلاب ستر رهبر د اروپا د محصلینو د اسلامي ټولنې کلنۍ غونډې ته په خپل پیغام کې، د نننۍ نړۍ تر ټولو مهمه اړتیا عادلانه ملي او نړیوال اسلامي نظام وباله.
-
ایران په سوریه کې د امام علي (ع) په جومات ترهګر برید وغنده
Dec 27, 2025 10:56پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سوریې په حمص ولایت کې د امام علي بن ابي طالب په جومات کې پر لمونځ کوونکو ترهګریز برید وغانده، چې په پایله کې یې یوشمیر لمونځ کونکي شهیدان او ټپيان شول .