-
پزشکیان: له جګړې نه وېره نه لرو خو جګړه د هیچا په ګټه نه ده
Jun 21, 2026 15:26د پارس تودی د راپور له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ: له جګړې وېره نه لرو، خو جګړه د هیچا په ګټه نه ده.
-
د آسیا د کار ټې اتلولي؛ د ایران د نارینه او ښځینه کومیته لوبډلو پایلوبې ته لار وموندله
Jun 21, 2026 05:40پارس ټوډې – د ایران د نارینه او ښځینه کومیته او کاراټې لوبډلو په پرلهپسې په درو بریاوو سره د انډونیشیا په بالي ښار کې د آسیا د کار ټې د اتلولۍ د ۲۲م پړاو سیالیو پایلوبې ته لار وموندله.
-
وروستۍ خبرې اترې د تفاهمليک د پنځو مادو د عملي کېدو په شرط دي
Jun 21, 2026 05:33پارس ټوډې – د ايران د اسلامی جمهوریت د بهرنيو چارو وزارت وياند سویس ته د ايراني پلاوي سفر په اعلانولو سره ويلي دي چې په دغو خبرو اترو کې به د مقابل لوري د ژمنو د پلي کېدو غوښتنه وشي او دا به روښانه شي چې مقابل لوری غواړي خپلې ژمنې په څه ډول عملي کړي.
-
د خاتم الانبيا (ص)غونډ اعلامیه؛ هرمز تنګی وتړل شو
Jun 21, 2026 05:23پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوريت د حضرت خاتم الانبيا (ص) مرکزی غونډ په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، د جنګ د پای د تفاهمليک د لومړۍ مادې د نه پلي کېدو په اړه د امريکا د څرګندې ژمنې ماتونې او بدعهدۍ، او همدارنګه د لبنان په جنوب کې د صهيونيسټي رژيم له لورې د اوربند د پرلهپسې او دوامدارې خلاف ورزئ په غبرګون کې به ، هرمز تنګی د بېړيو او کشتیو د تګ راتګ پر مخ وتړل شي.
-
اسرائیل ولې د حزبالله په تسلیمولو کې پاتې راغلی؟
Jun 21, 2026 05:07حزبالله په لبنان کې یو منظم او جوړښتيز قدرت دی او یوازې په شخصیّتونو پورې تړاو نه لري. د قوماندانانو ترور د دې لامل نه ګرځي چې حزبالله له جوړښتي پلوه ړنګ شي.
-
د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون مشر: د امریکا هر ډول بدعهدي، د لا ځپونکی او لا سخت برید سره به مخ شي
Jun 20, 2026 14:53پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د ملي امنیت او د بهرني سیاست مشر اعلان وکړ: د امریکا هر ډول بدعهدي او د تفاهم له چوکاټ څخه سرغړونه د دې سبب کیږي چي د ایران وسله وال ځواکونه د خپل زړه ور ولس په ملاتړ سره، له مخکې نه لا سخت او ځپونکې ګوزارونه ورکړي.
-
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال: په لبنان او سیمه کې سوله او ثبات، د نیواک له ختمولو پرته نه عملي کیږي
Jun 20, 2026 14:51پارس تودی- د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال له الجزیرې سره په مرکه کې ټینګار وکړ: واشنګټن باید د دې مخنیوی وکړي چي نتانیاهو د تفاهم لپاره هڅې له ماتې سره مخ کړي ځکه چي په لبنان او سیمه کې هیڅ سوله او ثبات د نیواکګری له ختمېدو پرته نه شي ټینګېدای.
-
که له ایران سره مې جګړه ختمه کړې نه وای، تیل مو ختمېدی
Jun 20, 2026 14:25پارس تودی- د امریکا ولسمشر له اکسیوس سره په مرکه کې اعتراف وکړ چي له ایران سره د مذاکراتو او د جنګ د بندولو ماسېوا بله چاره نه درلوده.
-
د اسرائیلو له خوا په لبنان کې د اوربند خلاف ورزي خطرناکې پایلې لري
Jun 20, 2026 05:44پارس ټوډې - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ټیلیفوني خبرو په اړه ویلي چې دواړو هېوادونو د صهیونیستي رژیم له خوا د اوربند د سرغړونو په اړه ژَوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
-
د پاکستان او سعودي مشرانو د ایران او امریکا د مذاکراتو پرمختګ حیاتي وباله
Jun 20, 2026 05:36پارس ټوډې - د پاکستان لومړي وزیر او د سعودي عربستان ولیعهد د ایران او امریکا ترمینځ د مذاکراتو په راتلونکو پړاوونو کې پرمختګ «حیاتي او ډېر مهم» وباله.