سنټکام د ایران د ادعايي محاصرې د پیلولو ادعا وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i175174-سنټکام_د_ایران_د_ادعايي_محاصرې_د_پیلولو_ادعا_وکړه
د امریکې د مرکزي قومندانۍ کمیټې(سنټکام) ترهګر ارګان په یوې خبرتیا کښې، د ایران خلاف د سمندري محاصرې د پیلیدو خبر ورکړ.
(last modified 2026-07-15T03:11:02+00:00 )
Jul 15, 2026 07:39 Asia/Kabul
  • سنټکام د ایران د ادعايي محاصرې د پیلولو ادعا وکړه

د امریکې د مرکزي قومندانۍ کمیټې(سنټکام) ترهګر ارګان په یوې خبرتیا کښې، د ایران خلاف د سمندري محاصرې د پیلیدو خبر ورکړ.

د امریکې د مرکزي قومندانۍ کمیټې(سنټکام) ترهګر ارګان په یوې خبرتیا کښې، د ایران خلاف د سمندري محاصرې د پیلیدو خبر ورکړ.

په خبرپاڼه کښې راغلي چې دغه ادعايي کلابندي د ایران په وخت بیګا یوولس نیمې بجې پیل شوې ده.

د یادې خبرتیا له مخې، دغه سمندري محاصره به د هغو کشتیو مخه نیسي چې د ایران بندرونو ته ځي او یا ترې راځي.

سنټکام همداشان په لویدیځې آسیا کښې د امریکې د څه باندې ۲۰ جنګي بیړیو او په سل هاو جنګي الوتکو د شتون خبر ورکړ.

د ایران د سمندري محاصرې لپاره د امریکې هلې ځلې په داسې حال کښې دي چې د کلابندۍ په تیر پړاو کښې د ایران په لس هاو کشتۍ له دغې ادعايي محاصرې تیرې شوې وې او د ایران بندرونو ته رسیدلې وې.