Mar 28, 2023 05:43 Asia/Kabul
  • د اسرائيلو د زوال تخم د دوي په باطن کې کرل شوی دی

شیخ نعیم قاسم د   یُخْرِبُونَ بُیُوتَهُمْ بِأَیْدِیهِمْ وَ أَیْدِی الْمُؤْمِنِینَ»   د آیت په ذکر کولو سره په قرآن کریم کېد دبنی نضیر د یهودیانو دنابودۍ بهیر کیسې ته په اشارې سره  ټينګار وک،د خداوندمتعال په غوښتې سره  د اسرائيلو  موقته رژيم  مخ په زوال دی .

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د مشر مرستیال د صهیونیسټانو د داخلی بحران په سختیدا او د نیواکي ټاټوبو  بدلونونو په غبرګون کې ووئيل، نیواکګر رژيم  له باطن او داخله  په دړې وړې کیدا دی .

صهیونیسټي رژيم ددغه رژيم د افراطي لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د کابینې په جنجالی اقداماتو او قضائي اصلاحاتو پسې په داخلی اختلافاتو کې ډوب شوی او دغه اختلافات اوس د نتن یاهو په لاس د جنګ د وزیر په څنګةکیدا پسې اوج ته رسیدلي او  عموي کاربندیزونو هم درست نیواکي ټاټوبی راګیر کړي دي.

 العهد خبری سایټ راپور ورکړ،د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  ولیکل،نیواکګر رژيم د خپلې نابودۍ تخم  پخپل باطن او داخل کې له ځان سره وړي  او د فلسطین د ملت په څیر  دیوه مجاهد او تل باتې ملت سره سره  هرڅومره چې  وخت تیریږي ،دغه وحشي رژيم  دنابودۍ په لور  حرکت کوي.

شیخ نعیم قاسم همدرااز د   یُخْرِبُونَ بُیُوتَهُمْ بِأَیْدِیهِمْ وَ أَیْدِی الْمُؤْمِنِینَ» د آیت په ذکر کولو سره په قرآن کریم کېد دبنی نضیر د یهودیانو دنابودۍ بهیر کیسې ته په اشارې سره ټينګار وکړ،د خداوندمتعال په غوښتې سره  د اسرائيلو  موقته رژيم  مخ په زوال دی .

د قضائي قانون د اصلاح ؛ په نامې سره  د نتنیاهو د کابینې په پلان کې چې  دنیواکي ټاټوبي  اوسیدونکي ئې د اساسی قانون په وړاندې کودتا تعبیر وي ، دغه رژيم د قضائي ادارې اختیارات کموي  او په مقابل کې به په دغه رژيم کې د مجریه او مقننې  قواؤ ځائيګی او قدرت  پیاوړی شي.   

 

ټیګونه