د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز سرحدي سیمې کتلي
شهاب خبري سایټ راپور ورکړ د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله له فعالیتونو د اسرائیلو د پوځي ټولنو د ویرې په زیاتیدا سره د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز د شمالي سرحدونو کتنه وکړه او د دغه سیمې په امنیتي حالت یې غور وکړ.
د صهیونیسټ نیواکګر پوځ لوی درستیز «هرتزي هالوی» د شمال سیمې له قومندان « اوری ګوردین» او د تل اویو له څو نورو پوځي چارواکو سره یوځاې په شمالي سرحدونو کښې په موجود امنیتي حالت غور وکړ.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ لوی درستیز او ورسره پوځي قومندانانو په دغو سرحدونو کښې وروستۍ پیښې او د شمال سیمې د پیښو د شنډولو لپاره د «الجلیل» لیوا په اقداماتو باندې غور وکړ.
الجلیل لیوا یا «جولاني لومړنۍ لیوا »د صهیونیسټ رژیم د پوځ د ځمکني ځواک پلي ځواکونه دي چې د نیواکي ټاټوبو په شمالي سرحدونو کښې دیره دي.
د صهیونیسټ رژیم پوځ ته په نیواکي فلسطین کښې د قضايي اصلاحاتو په پلان باندې د اعتراضونو د غځیدا له وخت راهسې د تل اویو امنیتي چارواکو او پوځي ټولنو په ځلونو په شمالي سرحدونو کښې د لبنان د حزب الله غورځنګ د شتون او د فعالیتونو په هکله خبرداری ورکړی دی.