امریکا د غزې د ټولو وژلو او غمیزو نیغ په نیغه مسووله ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140964-امریکا_د_غزې_د_ټولو_وژلو_او_غمیزو_نیغ_په_نیغه_مسووله_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د حزب الله مشر وویل امریکا نن سبا د فلسطین د غزې د ټولو جنایتونو نیغ په نیغه مسووله ده او امریکا باید د وروستیو وژلو تاوان ورکړي او په سیمه کښې د خپلو جنایتونو په دلیل تنبیه شي.
(last modified 2023-11-04T02:57:01+00:00 )
Nov 04, 2023 03:59 Asia/Kabul
  • امریکا د غزې د ټولو وژلو او غمیزو نیغ په نیغه مسووله ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د حزب الله مشر وویل امریکا نن سبا د فلسطین د غزې د ټولو جنایتونو نیغ په نیغه مسووله ده او امریکا باید د وروستیو وژلو تاوان ورکړي او په سیمه کښې د خپلو جنایتونو په دلیل تنبیه شي.

د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله پرون د قدس د لارې د شهیدانو د درنښت په مناسبت په یوې وینا کښې د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم پینځه اویا کلنو جنایتونو ته په اشارې سره وویل د « طوفان الاقصی» د عملیاتو په پیلیدا سره امریکا په چټکۍ سره اقدام وکړ چې د صهیونیسټ د لړزانده رژیم کنټرول په لاس کښې واخلي ، خو د اسرائیلو له رژیم سره د مرستې لپاره د امریکا بیړې د اسرائیلو رژیم کمزورتیا او سستوالی نندارې ته وړاندې کړه.

هغه وویل طوفان الاقصی جنګ او هیچ چا ته د هغه په هکله نا معلوماتو ثابته کړه چې دغه جنګ کاملا فلسطیني او د فلسطین د ملت او د فلسطین د ایډیل لپاره دی او هغه له سیمه ئیزو او نړیوالو  مسائیلو سره هیڅ ارتباط نلري.

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وویل هغه څه چې په طوفان الاقصی کښې رامینځته شول وښودله چې ایران د مقاومت په ډلو هیڅ قیمومیت(سرپرستي) نلري او حقیقي فیصله کونکي د مقاومت ډلو مشران او د هغوې جنګیالي دي.

هغه په غزې باندې حملو کښې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه جنایتونو ته په اشارې سره زیاته کړه نن سبا صهیونیسټ رژیم د ټولې دنیا د خلکو د سترګو په وړاندې ماشومان او ښځې وژني او د هغوې کورونه او کوڅې تباه کوي خو د غزې د جنایتونو تصویرونه صهیونیسټانو ته وايي چې په غزې کښې بریالیتوب د فلسطین د ملت لپاره او شکست د دښمن په نصیب دی.

د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر  حسن نصر الله په غزې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو په بندولو باندې ټینګار سره وویل که چیرې د اسرائیلو جنایتونه دوام ولري د لبنان د جبهې له لورې د جنګ د پراخیدا او په یوه ستر او پراخه جنګ باندې د دغه جګړې د بدلیدا امکان شته او دا یو حقیقي احتمال دی.

هغه په دې خبرې سره چې د طوفان الاقصی د عملیاتو راتلونکی پړاو به د مخکنۍ مرحلې  په شان نه وي وویل په غزې باندې د اسرائیلو د تیریو د بندولو او د حماس د بریالیتوب لپاره باید هڅه وکړو؛ ځکه چې د فلسطین د خلکو بریالیتوب د مصر د اردن د سوریې او په تیره بیا د لبنان په ګټه دی.