د رهبرۍ ستر مقام په امریکا او صهیونیسټ رژیم د سیاسي دباونو په زیاتولو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141118-د_رهبرۍ_ستر_مقام_په_امریکا_او_صهیونیسټ_رژیم_د_سیاسي_دباونو_په_زیاتولو_ټینګار_وکړ
هغوی ټینګار وکړ له هغو ټولو وژنو سره سره چې په غزه کښې ترسره کیږی، صهیونیسټ رژیم تراوسه پورې په دې مسله کښې واقعی ماته خوړلی دی ځکه چې نه دی توانیدلی خپل له لاسه وتلی عزت بیرته ترلاسه کړی او په راتلونکی کښې به هم دغه کار ونه کړی شی .
(last modified 2023-11-06T10:35:04+00:00 )
Nov 06, 2023 15:00 Asia/Kabul
  • د رهبرۍ ستر مقام په امریکا او صهیونیسټ رژیم د سیاسي دباونو په زیاتولو ټینګار وکړ

هغوی ټینګار وکړ له هغو ټولو وژنو سره سره چې په غزه کښې ترسره کیږی، صهیونیسټ رژیم تراوسه پورې په دې مسله کښې واقعی ماته خوړلی دی ځکه چې نه دی توانیدلی خپل له لاسه وتلی عزت بیرته ترلاسه کړی او په راتلونکی کښې به هم دغه کار ونه کړی شی .

 

د اسلامی انقلاب ستر لارښود د غزې د خلکو د وژلې د بندولو لپاره په امریکا او صهیونیسټ رژیم د اسلامی نړۍ د سیاسی دباونو په زیاتیدا په ټینګار سره وفرمایل عراق د سیمې د یوه مهم هیواد په توګه کولای شی په دې زمینه کې ځانګړی رول ولوبوی او   په عربي او اسلامي نړۍ کې یوه نوی کرښه رامینځته کولای شی .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا...العظمی خامنه ای نن د عراق له لومړی وزیر محمد شیاع السودانی او ورسره ملګری پلاوی سره په کتنې کې د غزې د تړانګې له شهیدانو سره د مرستې په لاره کښې د عراق د حکومت او ملت د ښو او پیاوړیو دریځونو  په قدرونی سره  د غزې غمجن حالت او له دغوسخت زړیو  اوجنایتونود ټولو پتیالیو انسانانو  د زړونو داغي کیدا ته اشاره وکړه او زیاته یی  کړه  د صهیونیسټ رژیم د حملو له  هماغه لومړیو ورځو راهسې ټول شواهداو نښې نښانې  د جنګ په اداره  کولوکښې د امریکا د مستقیم لاس لرلو ښودنه کوی او څومره چی له جګړې تیریږی  دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو په هدایت  کښې دامریکا دنیغ په نیغه  رول دلایل نور هم پیاوړي  او زیاتیږي .

  د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې که د  امریکاتسلیحاتي او سیاسی مرستې نه وی، نو صهیونیسټ رژیم لپاره به کار دوام ونلری، څرګنده کړه امریکایان حقااو انصافا د صهیونیسټانو د غزې په جنایتونو کښې شریک دی.

هغوی ټینګار وکړ له هغو  ټولو وژنو سره سره چې په غزه کښې ترسره کیږی، صهیونیسټ رژیم تراوسه پورې په دې مسله کښې واقعی ماته خوړلی  دی ځکه چې نه دی توانیدلی خپل له لاسه وتلی عزت  بیرته ترلاسه کړی او په راتلونکی کښې به هم دغه کار ونه کړی شی .

 حضرت امام  خامنه ای په غزه کښې د بمباریو د بندولو لپاره په امریکا او صهیونیسټ رژیم د سیاسی دباونو د زیاتولو په لړ کې  د ټولو په  کوششونو په ټینګار سره وفرمایل  د ایران اسلامی جمهوریت او عراق کولای شی د یوه  بل په غږملتیا سره په دې زمینه  کښې خپل نفوذ او رول  ولوبوی. .

حضرت امام  خامنه ای  همداراز په اقتصادی او امنیتی ډګرونو کښې د ایران او عراق د دوه اړخیزو ملګرتیاو په باره کښې هم وفریل: باید ځیر ووسو په هماغه لومړنی  انګیزی  سره موافقې تعقیب شي  او سستی سره مخامخ نشی.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر همدارنګه د اربعین حسینی په ورځو کښې د عراق له خلکو او حکومت او د دغه هېواد له لومړی وزیر د مېلمه پالنې او د خدماتو د وړاندې کولو او د امنیت د تامینولو له امله مننه وکړه.