د غزې په جنګ کښې د شهید شویو خبریالانو شمیر ۶۰ ته ورسید.
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141860-د_غزې_په_جنګ_کښې_د_شهید_شویو_خبریالانو_شمیر_۶۰_ته_ورسید.
په غزه کښې د فلسطین د حکومت رسندوي دفتر په خپلو وروستیو احصائیو کښې وویل چې د شهید شویو خبریالانو شمیر شپیتو تنو ته رسیدلی دی.
(last modified 2023-11-20T06:52:12+00:00 )
Nov 20, 2023 11:18 Asia/Kabul
  • د غزې په جنګ کښې د شهید شویو خبریالانو شمیر ۶۰ ته ورسید.

په غزه کښې د فلسطین د حکومت رسندوي دفتر په خپلو وروستیو احصائیو کښې وویل چې د شهید شویو خبریالانو شمیر شپیتو تنو ته رسیدلی دی.

د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې په غزې کښې د فلسطین د حکومت د مطبوعاتو دفتر اعلان وکړ چې د غزې په جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم له خوا د مطبوعاتو د غړیو په خلاف د جنایتونو لړۍ د اکتوبر له اوومې نیټې څخه دوام لری او له امله یې د شهید شویو خبریالانو شمیر ۶۰ ته رسیدلی دی.

دغه رسنیز دفتر زیاته کړه: د خبریالانو د وژلو هدف د حقایقو د غږ  غلي کول دي چې ځکه نیواکګران او د غزې په تړانګه کښې د هغوی پرله پسې وژنې افشا کوي.

مشهور ژورنالیست او د فلسطیني ادارې د کلتور د وزارت پخوانی مرستیال مصطفی الصواف او د غزې د مطبوعاتو د بنسټ مشر بلال جد ا... هم د خبریالانو په وروستیو شهیدانو کې شامل دي.

 الصوف د غزې په ښار کې د هغه په ​​کور د بمبارۍ له امله د خپلې کورنۍ له څو غړو سره شهید شو.

جدا... هم د غزې په ښار کښې د هغه په ​​موټر باندې د صهیونیسټی پوځیانو په حمله کښې شهید شو.

په غزه کښې دحماس دحکومت اطلاعاتی دفتر هم اعلان کړی دی چې صهیونیسټ رژیم په دغو ۴۵ ورځو کښې د غزې څه کم ۱۳ زره فلسطینیان شهیدان کړي دي .

دغه دفتر دې ته په اشارې سره چې تر اوسه څه باندې ۵ زره ماشومان او ۳۳۰۰ ښځې شهیدانې شوې دي، ټینګار وکړ چې په دغو بریدونو کې څه باندې ۳۰ زره کسان ټپیان شوي چې ۷۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.