د اسرائیلو رژیم په ناکامیو او ماتي کښې ډوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i144764-د_اسرائیلو_رژیم_په_ناکامیو_او_ماتي_کښې_ډوب_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر سید حسن نصر الله پرون وویل اسرائیل د غزې د جنګ او د الاقصی د جګړې د سلو(۱۰۰) ورځو له تیریدا وروسته له ناکامیو او ماتیو سره مخامخ شوی دی او تراوسه یې هیڅ بریا نه ده لرلي.
(last modified 2024-01-15T02:59:13+00:00 )
Jan 15, 2024 04:43 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم په ناکامیو او ماتي کښې ډوب دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر سید حسن نصر الله پرون وویل اسرائیل د غزې د جنګ او د الاقصی د جګړې د سلو(۱۰۰) ورځو له تیریدا وروسته له ناکامیو او ماتیو سره مخامخ شوی دی او تراوسه یې هیڅ بریا نه ده لرلي.

حسن نصر الله پرون مازیګر د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژيم په حملې کښې د دغه غورځنګ د یوه قومندان «وسام حسن طویل» چې په الحاج جواد » باندې مشهور و د شهادت د اوو ورځو د تیریدا په مناسبت وینا وکړه.

هغه د خپلې وینا په پیل کښې په تیرو سلو ورځو کښې د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو بې ساري او اتلواله مقاومت ته په اشارې سره وویل: د غزې خلکو له نوښت څخه په ډک ډول او بې ساري توګه د صهیونیسټ رژیم د تیریو په مقابل کښې مقاومت کړی دی او د صهیونیسټ رژیم د رسنیو د چوپتیا او د حقیقتونو د پټ ساتلو په شرایطو کښې د مقاومت رسنیو د دوې د زړورتیاو په هکله د اطلاعاتو د رسولو په زمینه کښې مهم رول لوبولی دی.

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله زیاته کړه صهیونیسټ نیواکګرانو ته رسیدلي تاوانونه د دوې د روحیې د کمزوري کیدا او د ناکامۍ سبب شوي دي چې نوی مورد یې له اسرائیلو سره د مقاومت د ځواکونو په سل ورځې جنګ کښې د څلورو زره اسرائیلي عسکرو  د معیوب کیدا اعلانیدل دي او ممکنه ده دغه شمیر شل زره معیوبانو ته ورزیات شي.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د سلو ورځو له تیریدا وروسته صهیونیسټ رژيم وايي دریم پړاو ته ورننوتلی دی چې پکښې د غزې تړانګې له شمال څخه شاتګ شامل دی وویل د صهیونیسټ رژیم د عسکرو له شاتګ وروسته د حماس او د جهاد اسلامي غورځنګونو مجاهدانو د دغه سیمې کنټرول په لاس کښې واخیست.

له دغه چارې وروسته اسرائیلو کومه بریا لاس ته راوړي ده؟

اسرائیل ونه توانید د فلسطین مقاومت ډلې له مینځه یوسي او همدا اوس اسلامي مقاومت د غزې تړانګې ټولې سیمې په لاس کښې لري او اسرائیل حتی ونه توانید د غزې له شمال څخه په تل ابیب باندې د توغندیو د ویشتل کیدا مخه ونیسي او یا حتی خپل یو بندي له حماس غورځنګ څخه ژوندی ازاد کړي.

د حزب الله مشر حسن نصر الله دغه راز په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په یمن حمله د امریکا او د بریتانیا لیونتوب دی  وویل امریکا وايي چې د جنګ د پراخولو هڅه نه کوي خو دغه کار ترسره کوي.

هغه وویل دا یو لیونتوب دی او که چیرې د امریکا ولسمشر بایډن او د هغه  ملګري داسې فکر کوي چې وبه توانیږي په سره سمندر کښې د یمن د پوځ اقدامات بند کړي نو په غلطه دي ځکه چې امریکا د یمن خلک، مشران او تاریخ په ښه ډول نه پيژندي.

Image Caption