یونیسف:
د غزې ماشومان له لوږې د ژړا توان هم نه لري
Mar 18, 2024 12:04 Asia/Kabul
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو څانګه یونیسف په غزې کې د اسرائیل د رژیم له لورې د ۱۳ زرو افغان ماشومانو وژل کېدو ته په اشارې سره، وایي چي ماشومان له لوږې نه نور د ژړا توان هم دلاسه ورکړي دي.
د یونیسف مشره کاترین راسل د امریکې له سي بي اس خبري چېنل سره په مرکه کې وویل: په غزې کې په لسګونه زره کسان ژوبل شوي او لادرکه دي، شاید تر کنډوالو لاندې وي، د نړۍ په یوه جنګ کې هم دومره د ملکیانو پراخه وژله تر سره شوې نه ده.
هغه زیاتوي: د ماشومانو روغتون ورغلې ومه لیکن هلته د ماشومانو هیڅ یو غږ نه اورېدل کېده، ځکه چي ماشومانو د لوږې او ضعف د لاسه د ژړا توان نه درلوده.
صهیونیستي رژیم غزې ته د بشردوستانه مرستو د رسېدو مخنیوی کوي او هلته د لوږې د لاسه هره ورځ ماشومان او لویان خپل ژوند د لاسه ورکوي.