Apr 07, 2024 12:17 Asia/Kabul
  • مونږ رواوالی نه لرو/ په اسرائيلي رسنیو کښې د نیوکو زیاتوالی

پارس ټوډی- په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژيم له تیري د څه باندې ۱۸۰ ورځو له تیریدو وروسته د هغه په ستومانه کیدنې سره، په عبري رسنیو کښې د صهیونیسټي رژیم د کابینې په کړچار باندې نیوکې زیاتې شوې دي.

هاآرتص صهیونیسټي ورځپاڼې په یو رپورټ کښې ولیکل: د غزې تړانګې خلاف د جنګ د پیلیدو شپږ میاشتې پوره شوې او د اکتوبر له اوومې نیټې نه تراوسه پورې د اسرائیلو حالات له په خرابیدو دي.

د دې رپورټ په دوام کښې ټینګار شوی دی چې باید جنګ ختم کړو او د حماس په لاس کښې خپل اسیران راستانه کړو.

هاآرتس ورځپاڼې ولیکل: د اسرائيلو وزیراعظم بنیامین نتانیاهو باید څنګته کړې شي.

صهیونیسټي رسنیو په یوشمیر رپورټونو کښې ټینګار کړی: د څه باندې نیم کال له تیریدو وروسته او په غزې باندې د بریدونو په دوام سره، له مخکښې نه اعلان شوي اهداف نه دي ترلاسه شوې. په دې شپږو میاشتو کښې تراوسه نه کوم اسیر خپل کور ته ستون شوی او نه حماس ماتې خوړلې ده.

د رپورټونو په دوام کښې راغلي دي: د اسرائیلیانو ترڅنګ د زیرمه ځواکونو یونیم زر مړي او سلګونه زخمیان باید د دغه جنګ تاوان ورکړي. اسرائیل باید په خپلې تګلارې کښې بیاکتنه وکړي ځکه چې له مخکښې نه د ټاکل شویو اهدافو پوره کیدل ډیر لرې دي.

عبري ژبې رسنیو زیاته کړې ده: د اسرائیلو د کابینې ناکامي یوازې په غزه کښې نه ده بلکې په شمالي جبهې کښې هم د دغې سیمې د حالاتو د هواري او شمال ته د اسرائیلو د ستنیدو لپاره د حزب الله د شاته شړلو لپاره هیڅ افق نشته.

دغو رسنیو ومنله چې د اسرائیلو حالات د تیر میلادي کال د اکتبور له اوومې نیټې نه تراوسه پورې، له هرې زاویې چې ورته وګورو، خراب شوي دي. مونږ په اسرائیلو کښې دننه د ډیپلماټیکې او اقتصادي ړنګیدنې او د امنیتي، اجتماعي او سیاسي ستونزو کتونکي یو. د جنګ د شپږو میاشتو په تیریدو سره، اسرائيلو خپل ټول رواوالی له لاسه ورکړی دی او له بل هر وخت نه زیات یوازې شوی او په خطرناکه توګه د خپلو چارواکو خلاف له بایکاټ او قانوني اقداماتو سره مخامخ شوی دی.

صهیونیسټي رسنیو ټینګار وکړ: د اسرائيلو چارواکو ترجیح ورکړه چې د مذاکراتو په بهیر باندې پوځي دباؤ واچوي، په دې پلمه چې هرکله په حماس باندې دباؤنه زیاتیږي، د دغه غورځنګ شرطونه به کم او کمزورې کیږي خو دې سټراټیجۍ ماتې خوړلې ده. د جنګ له پيل راهیسې د پوځ د مړو شمیر ۶۰۴ تنو ته رسیدلی دی.

له دې مخکښې د صهیونیسټي رژیم پخواني وزیراعظم ایهود اولمرټ په غزه کښې د جنګ د سمدستي بندیدو او د اسرائيلي اسیرانو د ستنولو غوښتنه کړې وه او ټینګار یې درلود چې که داسې وشي نو د اسرائیلو ګټه او لاسته راوړنه به، د جنګ له دوامه ډیره زیاته وي.

هغه تاکید وکړ چې نتانیاهو د اسرائیلي اسیرانو د ژغورلو لپاره جنګ ته دوام نه ورکوي بلکې غواړي چې ځان وژغوري. د اسرائيلو پخواني وزیراعظم زیاته کړه چې دا جنګ، د اسرائیلو د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو له خوا ټاکلي اهداف نه شي پوره کولې.

د وروستیو رپورټونو له مخې، په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کښې تراوسه له ۳۳ زرو زیات فلسطینیان شهیدان شوي او څه باندې ۷۵ زره هم زخمي شوي دي.

د اسرائيلي رژيم جوړښت په ۱۹۱۷ کال کې د برطانوي استعمار په پلان او د فلسطين خاورې ته له بېلابېلو هېوادونو څخه د يهودانو د مهاجرت له لارې رامنځته شو او په ۱۹۴۸ کال کې يې د وجود اعلان وشو. له هغه وخت راهیسې د فلسطینیانو د نسل وژنې او د هغوی د ټولې ځمکې د نیولو لپاره د ډله ایزې وژنې بیلابیل پلانونه تر سره شوي دي.

 

 

ټیګونه