پاکستان دې د ترهګرو ډلو خلاف جدی اقدام وکړی
امریکا یو ځل بیا له پاکستانه وغوښتل چې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې جدی اقدامات وکړی.
امریکا دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلی وو چې د افغان طالبانو پر ضد د طاقت او زور کارول د مسئلې حل نه دى.
دا په داسې حال کې ده چې د چین، پاکستان، افغانستان او امریکا په ګډون د افغان سولې پروسې په څلور اړخیزو غونډو کې پرېکړه شوې وه چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شی، نو پاکستان به یې پر وړاندې جګړه پیلوی.
افغان ولسمشر هم څو ورځې مخکې د ملی شورا ګډې غونډې ته ویلی وو چې پاکستان پر خپلې یادې ژمنې عمل نه دى کړی او ترې یې غوښتی وو چې په دغه هېواد کې مېشت افغان طالبان او نورې ترهګرې ډلې وځپی.
د سرتاج عزیز د تازه څرګندونو په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې پاکستان باید د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد خامخا جدی اقدامات وکړی.