د پاکستان خارجه وزارت ته د افغانستان  د سفیر احضاریدا
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i100470-د_پاکستان_خارجه_وزارت_ته_د_افغانستان_د_سفیر_احضاریدا
افغانستان  او پاکستان د خپل داخلی امنیت د تامینولو  او له ګډو پولو ورآخوا  ګواښونو سره  دمقابلې لپاره  یو ډول نزدې اطلاعاتي او امینتی ملګرتیا ؤ ته مخه کړي چې  د دوي ترمینځ  دمتقابل اعتماد  د زیاتیدا سبب شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2021 10:53 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزارت ته د افغانستان  د سفیر احضاریدا

افغانستان  او پاکستان د خپل داخلی امنیت د تامینولو  او له ګډو پولو ورآخوا  ګواښونو سره  دمقابلې لپاره  یو ډول نزدې اطلاعاتي او امینتی ملګرتیا ؤ ته مخه کړي چې  د دوي ترمینځ  دمتقابل اعتماد  د زیاتیدا سبب شي .

 د پاکستان خارجه وزارت د افغانستان د ولسمشر په پاکستاني ضد څرګندونو باندې  په اعتراض کې په اسلام اباد کې ددغه هیواد  سفیر احضار کړی دی .

د پاکستان د خارجه وزارت   په اعلامیې کې راغلي دي ،په اسلام اباد کې ئې د افغانستان سفیر  په احضارولو سره،د اشرف غني د وروستیوغیر مسئولانه څرګندونو او د بې اساسه ادعاګانو  په باب  خپلې جدي اندیښنې مقابل لوري ته منتقل کړي دي .

 د پاکستان دخارجه وزارت په اعلامیې کې وئيل شوي دي ، دغه څرګندونې  دافغانستان د سولې  دبهیر په آسانولو کې د پاکستان په رغنده رول د سترګو د پټولو او ددواړړو هیوادونو ګټو ته د تاوان د  رسولو په معنا دي .

 د افغانستان ولسمشر اشر ف غني  په همدا وروستیو کې  په یوې مرکې کې وئيلي وو ، پآکستان  یو منظم شوی ملاتړی سسټم اجرا کړی دی او له طالبانو ډلې ملاتړ کوي .

  له طالبانو ډلې په ملاتړ د پاکستان تورنول او ددغه هیواد په وسیله د طالبانو منظمیدا،هغه تورونه دي چې د دوو ګاونډیو هیوادونو د وروستیو دوو لسیزو د اړیکو په ترایخ کې تل لیدل شوي دي .

سره له دې چې  په دغو کلونو کې  دافغانستان حکومت  له طالبانو ډلې څخه د پاکستان د ملاتړ کونې د ادعا په اثبات کې  هیڅ مدرک او سند وړاندې کړی نه دی،خو د کابل چارواکي ددغې ډلې د منظمیدا ریښه ،په دغه هیواد کې ګني .د افغانستان د حکومتي چارواکو  په خیال،ترڅوچې له طالبانو ډلې له هیواده له بهره ملاتړ کیږي،په افغانستان کې به د تاؤتریخوالي او افراط پالنې ریښه وچه نشي .

له طالبانو ډلې د پاکستان د مالی برخې پشمول د ملاتړونو په باب په دغه هیواد د اشرف غني تورونه  په داسې حال کې دي ، چې  په وروستیو میاشتو کې  او  له دغې ډلې سره د افغانستان د حکومت د خبرواترو په لاره کې  د مشکلاتو او چیلنجونو په زیاتیدا،ددغه هیواد مختلفو چارواکو د اسلام اباد له چارواکو سره په مشورو کې  د سولې له بهیر سره د دوي د مرستې غوښتنه کړې  ده .

 اوس دا پوښتنه شته،د پاکستان په وړاندې د افغانستان په حکومت او خلکو کې  له یو ډول بد بینۍ سره سره،ولې  د کابل چارواکي  له طالبانو ډلې سره د افغانستان دسولې دخبرواترو له بهیره ددغه هیواد یعني د پاکستان د مرستې  او ملاتړ  غوښتنه کوي ؟ دا ګمان هم شته چې  د افغانستان حکومت، په دغه هیواد کې د سولې او جنګ  دواړو چارو په وړاندې  د پاکستان په کړچار له نیوکو سره سره،البته حاضر نه دی ،له اسلام اباد سره تاؤتریخوالی دومره زیات کړي ، چې دمتقابلو یرغلیزو ادبیاتو په سختیدا سره ، دوه اړخیزې سیاسی اړیکې غوڅې کړي او یا ئې تر ټولو ټيټې سوئې ته راولي .

 په همدې اساس ده چې له پاکستان سره د افغانستان  اړیکې لږترلږه له تیرو دوو لسیزو راهسې تر دې دمه له ملګرتیا او تاؤتریخوالو سره  یو ځاي دي چې  لامل شوي ،څو دواړه هیوادونه ونه توانیږي ، له ګډو ګواښونو سره دمقابلې او د ثبات ډ ټینګیدا لپاره د ملګرتیا پشمول په بنیادي ډګرونو کې تعامل ته وارد شي .

 له طالبانو ډلې څخه د پاکستان د ملاتړپه باب ددغ هیواد په ضدد  افغانستان د ولسمشر دسختې لهجې څرګندونې  په داسې حال کې دي چې  په همداوروستیو کې د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه  دیوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی او په دې زمینې کې ئې  ددواړو هیوادونو  دملګرتیاؤ او له طالبانو ډلې سره  دسولې دبهیر په باب  مشورې کړي دي .

دالیدتوګه شته چې که افغانستان او پاکستان   په وړاندې له ګډو ګواښونو سره د ګډې مخامخیدا په ځاي  په دوو اړخیزو اړیکو کې د تاؤتریخوالو د زیاتولو  او دمتقابلو تور لګونې په بې نتیجې لارې  پرمخ لاړ شي ، نو په نهایت کې به   په هردواړو هیوادونو کې د بې ثباتیو او ناکراریو د زیاتیدا  انجام ته ورسیږي  چې  د دوی  ګټې له ډيرو او جدي خطرو سره مخامخ کوي .

 پر دې اساس ، افغانستان  او پاکستان د خپل داخلی امنیت د تامینولو  او له ګډو پولو ورآخوا  ګواښونو سره  د مقابلې لپاره  یو ډول نزدې اطلاعاتي او امینتی ملګرتیا ؤ ته مخه کړي چې  د دوي ترمینځ  دمتقابل اعتماد  د زیاتیدا سبب شي .