په بلوچستان کې لسو پاکستاني پوله ساتو ته مرګ ژوبله اوښتې
دپاکستانی عسکروپه ځوابی حمله کې ۵ ترهه ګر هلاک او اته هم سخت ژوبل شوی دی .
د پاکستان په بلوچستان کې پر پاکستاني عسکرو برید شوی چې له امله یې۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغه مرګ ژوبله په دوو بېلو پېښو کې پاکستاني عسکرو ته اوښتې ده.
ویل کېږي چې وسله والو لومړی د پاکستاني عسکرو پر یوه پوسته برید کړی دی او هلته یې څلور عسکر وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي دي.
دپاکستانی عسکروپه ځوابی حمله کې ۵ ترهه ګر هلاک او اته هم سخت ژوبل شوی دی .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی او دغه پېښه یې په کلکو ټکو غندلې ده .
د پاکستان پوځ هم ویلی دی د بهرنیو دښمنانو د ملاتړ وړ او حکومتی ضد عناصرو له لوری دغسې ناځوان مردانه حملې هیڅکله په بلوچستان کې سوله او هوساینه له مینځه نشی وړلې .