د تاجېکستان ولسمشر نن پاکستان ته ځي
Jun 02, 2021 00:44 Asia/Kabul
د تاجېکستان ولسمشر امام علي رحمان نن د جون په دويمه د يو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ځي.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه سفر د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په بلنه ترسره کيږي او ټاکل شوې ده په دغه سفر کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ څو موافقه ليکونه هم لاسليک شي.
تجارت، پانګونه، انرجي، دفاع، زدکړې او سيمه ايز تعلقات به د امام علي رحمان او عمران خان د صلاح مشورو ځينې ډېر مهم موضوعات وي.
د دغه رپوټ له مخې د تاجېکستان ولسمشر به په دغه سفر کښې له خپل پاکستاني هم رتبه عارف علوي سره هم کتنه کوي.
ټیګونه