پاکستان د افغانستان لپاره یو شرط ټاکلی دی
تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د حکومت لخوا د ډیورینډ فرضي کرښې په رسمیت پیژندل له کابل سره د اړیکو د پراخولو شرط وباله .
هغه پرون وویل که چیرې ټاکل شوي ده له افغانستان سره ښه ګاونډی ووسو نو د کابل لخوا د ډیورینډ سرحدي کرښه باید په رسمیت وپيژنل شي .
د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ډیورینډ سرحدي کرښه یو(۱) نړیوال سرحد وباله .
پاکستان او افغانستان د ډیورینډ فرضي سرحدي کرښې او په سرحدونو کښې د ازغن جال د لګولو په شمول د یوشمیر مسائیلو په هکله اختلاف لري او دواړه هیوادونو یوبل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي .
د ډیورینډ سرحدي کرښه چې په اتلس سوه درې نویم (۱۸۹۳) میلادي کال کښې د بریتانیا د استعمار په پړاو کښې رامینځته شوي وه خو هیڅکله د افغانستان لخوا له پاکستان سره د ګډ او رسمي سرحد په توګه نه ده پیژندل شوي او په تیرو څو کلونو کښې په ځلونو د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمینځ نښتې شوي او یوشمیر عسکر او عادي خلک وژل شوي هم دي .