پاکستان کښې بم چاودنې درې کسان وژلي دي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهور ښار په جوهر ټاون کښې په «الله هو »سړک کښې د یوه کور د باندې د چاودیدونکو موادو له کبله بم چاودنه شوي ده چې له کبله یې تراوسه درې (۳) کسان وژل شوي او یویشت (۲۱)نور ژوبل شوي دي چې پینځه (۵) پکښې مرګي حاله دي .
په ژوبلو کسانو کښې ښځې او ماشومان او دغه راز یو(۱) پولیس هم شامل شوی .
د لاهور ډپټي کمشنر مدثر ریاض ملک هم وویل تراوسه معلومه نه ده چې د بم چاودنې علت څه دی خو چاودنې په ځمکه کښې ستره کنده جوړه کړي ده .
پولیسو ویلي دي چې دغه بم چاودنه د یوه کور د باندې په ګاډي کښې د کیښودل شویو چاودیدونکو موادو له کبله شوي ده .
یوه کتونکي وویل چې په دغه بم چاودنې کښې د ده کور ته زیات تاوان رسیدلی دی .
د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر عثمان بزدار د پولیسو مشر ته حکم ورکړی چې د دغه بم چاودنې په هکله تحقیق وکړي او راپور یې وړاندې کړي .
هغه وویل د بم چاودنې مسول کسان به سزا شي .