په افغانستان کې د ایران سوله غواړی رول د ستاینې وړ دی
دپاکستان خارجه وزیر ټینګار کړی ، په افغانستان کې به تل پاتې سوله ، دسیمې د ارتباطاتو دپراختیا ،دثبات ، دتجارت دزیاتیدا او خپل هیواد ته د افغان کډوالو د بیرته ستنیدا د آسانولو لامل شي .
ایرناخبری آژانس له اسلام اباده راپور راکړ، د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي محمد طاهریان او ورسره پلاوي سره په کتنې کې د افغانستان دسولې له بهیر سره د مرستې لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت دهلوځلو په ستاینې سره ، دسیمې له سولې اوثبات سره د مرستې او ددوو اړخیزو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا په ضرورت ټينګار وکړ .
شاه محمود قریشي په دغې کتنې کې وئيلي دي ، په افغانستان کې دناکراریو زیاتیدا پر ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان په مستقیم ډول اغیزې شیندي .
هغه خبرداری ورکړی ،په افغانستان کې د وینو بهیدا او د نښتو زیاتیدا دسولې د ښمنانو لپاره یوه فضا برابره کړې او دغه عناصر ممکنه ده ، په افغانستان کې دسولې د هلوځلو د له مینځه وړلو لپاره پیاوړي شي .
دپاکستان خارجه وزیر ټینګار کړی ، په افغانستان کې به تل پاتې سوله ، دسیمې د ارتباطاتو دپراختیا ،دثبات ، دتجارت دزیاتیدا او خپل هیواد ته د افغان کډوالو د بیرته ستنیدا د آسانولو لامل شي .
محمد طاهریان هم په د غې کتنې کې د پاکستاني لوري په وروستیو دریځونو دخوښۍ په څرګندولو سره ، د افغانستان د سولې له بهیر سره دمرستې لپاره ددواړو هیوادونو د نزدو ملګرتیاؤ دلاپیاوړي کولو غوښتنه کړې ده . ټاکل شوې ده طاهریان نن پاکستان ته په دغه رسمي سفر کې د پاکستان له نورولوړپوړو چارواکو سره هم په دې اړه لیده کاته وکړي .