پاکستان له افغانستان سره د خپلو پولو د بندولو خبردارې ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i102222-پاکستان_له_افغانستان_سره_د_خپلو_پولو_د_بندولو_خبردارې_ورکړ
د پاکستان وزیراعظم خبردارې ورکړی چې په افغانستان کښې د ناامنۍ د دوام په بڼه کښې به له دغه هیواد سره خپل سرحدونه بند کړي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 27, 2021 00:28 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغانستان سره د خپلو پولو د بندولو خبردارې ورکړ

د پاکستان وزیراعظم خبردارې ورکړی چې په افغانستان کښې د ناامنۍ د دوام په بڼه کښې به له دغه هیواد سره خپل سرحدونه بند کړي.

د پاکستان وزیراعظم خبردارې ورکړی چې په افغانستان کښې د ناامنۍ د دوام په بڼه کښې به له دغه هیواد سره خپل سرحدونه بند کړي.

عمران خان نیویارک ټایمز ته په یوه مرکه کښې وویل: اسلام آباد په سیمه کښې همهغه شان د هرډول شخړې او جنګ مخالف دی خو که په افغانستان کښې حالات خراب شي او د طالبانو پرمختګ دوام وکړي نو پاکستان به له دغه هیواد سره خپلې ټولې پولې وتړي.

هغ په دې خبرې سره چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د اسلام آباد او واشنګټن د پوځي او امنیتي اړیکو راتلونکی د اټکل وړ نه دی، زیاته کړه: پاکستان د متقابل احترام او اعتماد او د سیمې د ګډو صلحه ایزو اهدافو په بنیاد د اړیکو غوښتونکی دی.

هغه څرګنده کړه: په خواشینۍ سره په تیرو وختونو کښې د افغانستان په جنګ کښې د امریکې د غلطو سیاستونو په وجه مونږ ډیر تاواني شوي یو او دا چاره په پاکستان کښې د ترهګرۍ د پراختیا او د څه باندې ۷۰ زره کسانو د وژل کیدو سبب شوې ده.

د پاکستان وزیراعظم همداشان وویل چې اسلام آباد لاهم غواړي طالبان په افغانستان کښې له یوې سختې جنګي ګړنلارې منع کړي ځکه چې دا کار به د اوږد جنګ او په سیمه کښې د ناامنۍ سبب شي.