که طالبان قدرت ته ورسېږي، خپلې پولې تړو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i102282-که_طالبان_قدرت_ته_ورسېږي_خپلې_پولې_تړو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چی د طالبانو د واکمن کېدو په صورت کې هیواد به یې له افغانستان سره خپلي پولي وتړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2021 07:40 Asia/Kabul
  • که طالبان قدرت ته ورسېږي، خپلې پولې تړو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چی د طالبانو د واکمن کېدو په صورت کې هیواد به یې له افغانستان سره خپلي پولي وتړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه خبري ناسته کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو څخه د اندېښنې په ښودلو سره وویل: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به په دې هېواد کې تاوتریخوالی او بې‌قانوني حاکمه شي او که طالبان واک ته ورسېږي، پاکستان به دې ته اړ شي چې له افغانستان سره پوله وتړي.

هغه زیاته کړه: پاکستان په څو کلونو کې درې نیم ملیونه افغان کډوالو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او نور افغان کډوال نه‌شي منلی او د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو په خاطر به مجبور شي چې خپلې پولې وتړي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په غیر مسئولانه وتلو سره په تېرو اونیو کې طالبانو د افغانستان زیات سیمي نیولې او په افغان حکومت باندې یې بریدونه زیات کړي دي.