پاکستان کښې د میرمنو د کلتوري ارتباطاتو د پراختیا غونډه وشوه
د ماډرن اسلامي تمدن په لړ کښې د میرمنو د کلتوري ارتباطاتو د پراختیا کانفرنس په پیښور کښې د ایران د کلتور خونې له خوا ترسره شو.
د ماډرن اسلامي تمدن په لړ کښې د میرمنو د کلتوري ارتباطاتو د پراختیا کانفرنس په پیښور کښې د ایران د کلتور خونې له خوا ترسره شو.
د پیښور د ګلبهار د ښځو د پوهنتون مشرې طاهره صغیردار په دغې غونډې کښې د هغې د ترسره کولو لپاره د ایران د کلتورخونې په قدرونې سره وویل: د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي له خوا د ماډرن اسلامي تمدن د نظریې طرحه د یو واحد نوي اسلامي هڅوب د جوړولو لپاره د ټولو اسلامي ټولنو یو ضرورت دی.
هغې د ماډرن اسلامي تمدن په لړ کښې د کلتوري اړیکو په پراختیا کښې د ښځو رول ته په اشارې سره زیاته کړه: ماډرن اسلامي تمدن ته د رسیدو او د واحد اسلامي امت د عملي کیدو په موخه د ښځو فعال شتون ډیر مهم رول لوبولی شي.
پیښور کښې د ایران د کلتور خونې مشر مهران اسکندریان هم د ماډرن اسلامي تمدن په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د نظریې په اجمالي پیژندګلوۍ کښې د دوي په بیاناتو د مشتملې خپلې مقالې په یوې برخې کښې وویل: حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي دا تمدن د سافټ ویري او هارډ ویري په دوو مهمو برخو ویشلې دی چې په ماډرن اسلامي تمدن کښې د ښځو د رول د بنیادي بیان په موخه د هرې برخې د بشپړتیا لپاره د انسان د روزنې او د فکر د تولید دوه بنیادي عناصر یې مطرح کړل.