د پاکستان لومړي وزیر د ایران له ولسمشر سره خبرې وکړې
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي سره ټيلي فوني خبرې وکړ .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي سره په ټیلي فوني خبرو کښې د ایران د ملت لخوا د هغه د ولسمشر د انتخابولو په هکله د مبارکۍ په ویلو سره هیله وکړه زر د ایران له منتخب ولسمشر سره د کتنې امکان برابر شي .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي سره په ټيلي فوني خبرو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ ګډو موضوګانو ته په اشارې سره وویل مونږ د افغانستان په حالاتو او په اوږد جنګ کښې د دغه هیواد په ښکیلیدا اندیښمن یوو .
عمران خان د افغانستان د کړکیچ دحل ترټولو ښه لاره سیاسي وبلله او په اوسنیو شرایطو کښې سیاسي حل لارې ته رسیدل یې سخت وباله .
د ایران منتخب ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د ټیلي فوني تماس او د دغه هیواد د حکومت او د ملت د مبارکۍ د پیغام د مننې په ترڅ کښې د اسلام اباد او د تهران ډول ډول او پراخ ظرفیتونه او د دواړو ملتونو نږدې پیوندونه په بیلابیلو ډګرونو کښې د ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره مناسبه زمینه وبلله .
د ایران نوي ولسمشر رئیسي پایداره امنیت ته رسیدل یوازې د سیمې د هیوادونو د ګډون له لارې عملي وبلل او ویې ویل تجربې ښودلي ده چې پردیو هیوادونو د امنیت د رامینځته کولو په پلمه د ناامنۍ تخم شیندلی دی او هغوې بې ثباتۍ سیسټاماټیکه کوي .
هغه فلسطین د اسلامي دنیا د پیوستون رمز وباله او د فلسطین له مظلوم ملت څخه اغیزشیندونکي او پرله پسې دفاع یې د سیمې د امنیت د پایدارۍ ضامن وبلله .
د ایران منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي د افغانستان په حالاتو باندې د اندیښنې په څرګندولو سره وویل د افغانستان امنیت زمونږ لپاره مهم دی او دغه امنیت باید د افغانانو لخوا ټینګ شي .